قاسمی وویل: د ایران فوځی ځواکونه د هر ډول تحرک څارنه کوی
(last modified Sat, 12 Nov 2016 12:25:08 GMT )
Nov 12, 2016 16:55 Asia/Kabul
  • قاسمی وویل: د ایران فوځی ځواکونه د هر ډول تحرک څارنه کوی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، د ایران د اسلامی جمهوریت فوځی ځواکونه په فارس خلیج کښې په هر ډول بدلون او تحرک باندې نظر لری او څارنه یې کوی.

بهرام قاسمی له اېلنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل، ټول متعلقه ادارې او مرکزونه له هر ډول احتمالی تیری سره په مقابله او د ایران د اسلامی جمهوریت له سمندری او زمکنی حریم څخه په دفاع کښې یو واحد او غږملے سیاست لری.

بهرام قاسمی د ایران او امریکې د ګشتی کیشتیو د مخامخېدنو د زیاتېدو او د ایران او امریکې د مقابلې د احتمال په زمینه  کښې د واشنګټن د چارواکو د ادعا په اړه وویل، داسې زیاتره واقعات چې د ځینو لویدیځو رسنیو لخوا غټول کیږی  یوه طبیعی او عادی چاره ده.

قاسمی په فارس خلیج کښې د پردیو فوځی ځواکونوشتون ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه، د ایران فوځی ځواکونه چې د ایران له پولو څخه د حفاظت ذمه واری په غاړه لری  د هېواد د حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا له حق څخه د حفاظت لپاره په بېدارۍ سره کوشش کوی او په سیمه کښې په هر ډول بدلون او تحرک باندې نظر لری او څارنه یې کوی.

هغۀ زیاته کړه که پردی ځواکونه  وغواړی د ایران حدودو او پولو ته نزدې شی او د تیری اراد ولری نو ورسره به سخته مقابله وشی.