تاوتریخوالې د اسلام پر ضد دې
زمونږ خبریال راپور راکوی نن د اسلامی وحدت نړیوال کانفرنس د نړۍ له لسګونو هیوادونو د شیعه او سنی د لسګونوعالمانو او لویانو په ګډون سره په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حجت الاسلام والمسلمین ښاغلی ډاکټر حسن روحانی په وینا سره پرانستل شو .
ښاغلی روحانی لومړی د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص او د شیعیانو دشپږم امام حضرت امام جعفر صادق ع د نیکمرغه زوکړې مبارکی په غونډه کې موجودو میلمانو او د نړۍ مسلمانانو ته وویله . هغه د حضرت محمد مصطفی ص د د عظیم شخصیت د سپړلو په ترڅ کې هغه حضرت د بشریت په تاریخ کې تر ټولو اغیز من شخصیت وباله او جوته یې کړه چی د اسلام ګران پیغمبر د نړۍ خلک په تعلیم ، اخلاقو او قران کریم سره یو پالنې ته وبلل او ټینګار یې وکړ چی له خداوند متعال پرته د بل چا عبادت مه کوئ .
ښاغلی روحانی چی پیغمبر اکرم ص یې د خداې وروستې پیغمبر او د اسلام دین یې تر ټولو بشپړ او د تیرو دینونو بشپړونکې وباله ، وویل د اسلام ګران پیغمبر ص مسلمانانو ته وفرمایل د نورو دینونو احترام وکړئ او ټینګار یې وکړ چی مسلمانان د تیرو توحیدی دینونوله پیروانو سره سوله ایز کړچار ولرلې شی . ښاغلی روحانی د اسلامی وحدت د نړیوال کانفرنس په دیرشمه پرانستونکی غونډه کې په دې په ټینګار سره چی تاوتریخوالې د اسلام ضد او انسان وژنه ناروا او باطله ده . هغه د دې خبرې په کولو سره چی نن د عالمانو ، روڼ اندو او متفکرانو په اوږو دروند پیټې دې ، یادونه وکړه له ترهه ګرو ډلو د خپلو ګټو لپاره د اوزار په توګه استفاده نشی کیدلې . ده جوته کړه که سترو نړیوالو قدرتونو دا فکر کړی دی چی په دغو ترهه ګرو ډلګیو سره په سیمه کې خپلې ګټې تثبیتولې شی ، نو ستره تیروتنه کوی که ځینې دیکتاتوراو سترو قدرتونو پورې تړلی اسلامی هیوادونه دا فکر کوی چی په دغو ترهه ګرو ډلګیوسره په سیمه کې د خپلې سلطې او ګټو لپاره د بازار په توګه استفاده کولې شی ، نو دوی هم تیروتنه کوی . ښاغلی روحانی په دوام کې وویل دوئ باید یاد کړی چی دفلوجه ښار ازاد شو ، پرون حلب ازاد شو او د خدای په قدرت او توکل درست عراق او سوریه به له ترهه ګرو ازاد شی .
د ایران ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې جوته کړه چی نه یوازې د اسلام ګران مونږ ته فرمایلې دی چی درست مسلمانان باید د یوه بل په څنګ کې او متحد ووسی حتی مونږ ته یې دا هم فرمایلی دی چی د تیرو توحیدی دینونو له پیروانو سره هم سوله ایز او ګډ ژوند ولرلې شو . ده جوته کړه بې شکه پیامبر اکرم ص د بشریت په ژوند کې په تاریخ کې تر ټولو اغیز من شخصیت دې . د اخلاق بیرغ هغه حضرت په نړۍ کې اوچت کړ او د نړۍ خلک یې یو پالنې او توحید ته وبلل . روحانی په دوام کې وویل نه یوازې د لرګیو بوتان بلکې د عربیت ، اشرافیت ، د ناروا اجتماعی توپیرونو ، استبداد او د نړیوالو زور وینو بوتان یې هم په خپلو تعلیماتو ، وحی او قران سره نسکور کړل او مونږ ته یې د ژوند لاره ډیره ښه وښودله .
هغه یادونه وکړه د نبی کریم ص وینا تل له توحیده وه ، توحید په دې معنا چی یوازې د خداوند متعال عبادت او پرستش وکړو په دې معنا چی له خداې پرته د بل چا پرستش او عبادت ونکړو تر څوبریالی ټولنه ولرلې شو چی د یوه بل په څنګ کې وحدت د ، لا اله الا الله ، تر بیرغ لاندې وساتو ، وحدت او توحید په دې معنا چی درست کتابونه ، درست انبیا او رسولان یوه هدف لپاره نازل شوی دی . د مجریه قوې مشر جوته کړه د اسلام عظیم الشان پیغمبر ص مونږ ته وفرمایل چی ایمان یوازې له تیرو دینونو ورتیر په اسلام ایمان ندې ، ایمان ، بِما أُنزِلَ إِلَیکَ وَما أُنزِلَ مِن قَبلِکَ دې ، هغه حضرت نه یوازې مونږ ته را زده کړو چی د درستو دینونو ، توحیدی دینونو احترام وکړو بلکې د اسلام جرړه یې هم د ابراهیم له سنت او ملت بلله ، این او ملت ، دین او دینی اورګان چی د بشریت لپاره د تیرو انبیاو په وسیله راغلی وو د اسلام په وسیله تکمیل شو، اسلام د تیرو دینونو ضد ندې بلکې د تیرو دینونو بشپړونکې دې .
د اسلامی ایران ولسمشر یادونه وکړه چی نبی مکرم ص حتی اهل کتاب دعوت کړل او ویې فرمایل په ګډو اعتقاداتو کې یو غږ شو ، د خدای عبادت وکړو او له خدای پرته د بل چا عبادت ونکړو .
روحانی جوته کړه چی شرک ونکړو ، مونږه فکر کوو چی اسلام مونږ مسلمانانو ته د وحدت حکم راکړی ، له دې زیات اسلام مونږ ته د درستو توحیدی دینونو د وحدت حکم راکړی دی ، مونږ ته ویلی دی چی د اسلام په عظیم الشان پیغمبر ص د ځانګړی اعتقادتر څنګ په درستو انبیاو هم اعتقاد ولرلې شو او درناوې یې وکړو ، ایا د قران کریم یوه برخه د تیرو انبیاو کلام ندې ، ایا د موسی کلیم ، عیسی روح ا... ، نوح ، شعیب ، یعقوب او یوسف علیه سلام بیان یې زمونږ لپار ه په قران کې ندې رواستې ، ایا د یونس ، ابراهیم او یوسف په شان د تیرو انبیاو په نوم سورې نلرو ، دا په مونږ څه شوی دی چی نن له درستو اسمانی او توحیدی دینونو سره د وحدت پر ځای حتی د بیلا بیلو اسلامی مذهبونو او تفکراتو لپاره هم نه غواړو چی کوم ځای پاتې نکړو .
عاشق حسین طوری