دایران داسلامی انقلاب په هکله یوه ځانګړی وینا
دایران اسلامی انقلاب یو ستر ، پرتمینه او اغیزشیدونکی غورځنګ دی خو هماغه ډول چې داسلامی انقلاب لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای فرمایی :«دغه انقلاب دخمینی رحمت الله علیه له نوم پرته د دنیا په هیڅ ځاې کښې نه پیژندل کیږی .»
حقیقت هم همدا دی چې دایران دخلکو د ستر پاڅون په مشرۍ کښې د حضرت امام خمینی رح رول دومره ښکاره وو چې دهغه بریالیتوب دامام خمینی رحمت الله علیه له ځیرکانه لارښوونو پرته د تصور وړ نه وو .
په همدې دلیل ده چې امام خمینی رح ته اړونده پیښې هم په تاریخ کښې د انقلاب دپیښو دمهمې برخې په توګه ثبت شوی دی .
په تیره بیا په دیارلس سوه درې څلویښتم(۱۳۴۳) هجری لمریز کال کښې د حضرت امام خمینی ره د نیول کیدا او د جلاوطن کیدا او دغه راز خپل هیواد ته د دیارلس سوه اوه پنځوسم(۱۳۵۷) هجری لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په دولسمه(۱۲) یعنی د نولس سوه نهه اویایم(۱۹۷۹) میلادی کال دفرورۍ دمیاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د روڼ انده او د ولسی مشر بیرته ستنیدا په شان پیښې . .
ایران ته د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه دغه له بریالیتوب ډکه ستنیدا تر لسو(۱۰) ورځو پورې یعنی د فرورۍ دمیاشتې تر یولسمې(۱۱) نیټې پورې وخت کښې داسلامی انقلاب په بریالیتوب ژور اغیز درلود .
()
نن سبا دایرا ن داسلامی انقلاب دبریالیتوب له اووه دیرش(۳۷) کلونو تیریدا وروسته معلومه شوی ده چې دغه ستر انقلاب داوسمهاله نړۍ ترټولو ستره اغیزشیندونکی پیښه ده چې نه یوازې مخ په ځوړتیا نه دی بلکې هغه (اسلامی انقلاب )ورځ تر بلې لاپسې پرتمین کیږی .
پردې اساس هغه کس توانیدلی دی چې د دغه اسلامی انقلاب تر بریالیتوب او له هغه وروسته دهغه مشری وکړی چې دشخصیت خاص ځانګړتیاوې ولری.
حضرت امام خمینی رحمت الله علیه داډول ځانګړی خصوصیات او ځانګړنې لرلې او هغه په عمل کښې وښودله چې دایران دخلکو داسلامی غورځنګ لپاره یو ستر او بې بدیله مشر دی .
دحضرت امام خمینی ره ترټولو مهمه ځانګړتیا چې هغه دنورو انقلابونو له مشرانو متمایز کوی د ژغورونکی دین په توګه اسلام ته د هغه حضرت رښتیونی اعتقاد او الهی توب وو .
اصولا حضرت امام خمینی ره یو نامتو دینی عالم وو چې په فقه ، اخلاق ، عرفان او اسلامی فلسفه کښې یې پراخ معلومات لرل .
په همدې دلیل دایران مسلمانو خلکو ځانونه دهغه حضرت پیروۍ ته ژمن بلل .
()
خو د ترټولو نامتو مذهی مقام په توګه د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه یوازنې مقام دخلکو د اعتماد دجلبیدا سبب نه وو شوی بلکې هغوې خپل مشر دقران او د اسلام دتعلیماتو دعامل کس په توګه باله .
دایران داسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت اله علیه په ژور ډول په دغو تعلیماتو اعتقاد درلود او د ځینو نورو انقلابونو په شان یې مکتب بریالیتوب ته درسیدا لپاره کومه وسیله نه وه ګرځولی .
په خدای پاک ج دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه پیاوړی ایمان سبب شوی وو چې ځان تل دهغه(خدای پاک ) په محضر کښې ووینی او ارامښت ترلاسه کړی .
څرنګه چې قران مجید فرمایی :« هغوې داسې کسان دی چې ایمان یې راوړی دی او دهغوې زړونه د خدای دیادولو په خاطر ډادمن او ارامه دی ؛ خبر وسئ یوازې دخدای په یادولو سره زړونه ارام مومی .«(دقران مجید د رعد سورې اتویشتم ایت .)
دغه ارامښت له پیښو او دهغو له مشکلاتو سره د مقابلې او دمبارزې په وخت ډیر اغیزشیندونکی او ټاکونکی وو.
دبیلګې په توګه کله چې دایران داسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه له څوارلس (۱۴)کلونو جلاوطنۍ او له هیواد څخه لیرې پاتې کیدا وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷)هجری لمریز کال د سلواغې په دولسمه (۱۲)نیټه ایران ته د بیرته ستنیدا فیصله کوی د باچا رژیم دهغه د الوتکې دغورولو ګواښ کوی .
خو حضرت امام خمینی ره په خدای پاک ج توکل سره خپله فیصله عملی کوی .
په زړه پورې خبره داچې له حضرت امام خمینی رحمت الله علیه سره موجودو کسانو په الوتکې کښې دهغه حضرت روحی حالت کاملا ارامه ، عادی او له ویرې او ډار پرته بللی دی .
()
د مبارزې په بهیر او له هغې په وروسته وخت کښې په خدای پاک ج دحضرت امام خمینی ره تکیې کول په داخلی ارامښت سربیره دهغه حضرت لپاره بې ساری زړورتوب له ځان سره درلود .
په رښتیا چې حضرت امام خمینی رحمت اله علیه له خدای پاک ج پرته له هیڅ قدرت او حکومت څخه نه ویریده او د قران کریم د فصلت سورې د دیرشم(۳۰) ایت مصداق وو چې ټینګار کوی :« په یقین سره هغو کسانو چې ویې ویل :« زمونږ پروردیګار یوازنی خدای دی ؛ بیا یې استقامت وکړ ، په هغوې فرشتې نازلیږی چې مه ویریږئ او مه غم کوئ او تاسو ته دهغه جنت زیری وی چې ژمنه یې درکړل شوی ده .»
دهیوادونو او انقلابونو ډیر مشران شته چې د ویرې او د زوړپالې په خاطر یې له دښمن سره سازباز ته مخه کړی ده او دخپل انقلاب ایډیالونه یې هیر کړی دی .
خو دایران داسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه نه یوازې داسې ونکړل بلکې په خپلې زړورې وینا او کړچار سره یې دایران دستر ملت او د اسلامی انقلاب دښمان له ویرې او ډار سره مخ کړل .
()
د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د زړورتیاو ډیرې بیلګې د بیانولو وړ دی چې دمسولینو او خلکو د جرات او شهامت سبب هم کیږی.
حضرت امام خمینی ره دپهلوی له ځپونکی رژیمه هیڅ کله ونه ویریده او ددغه ستر شخصیت ایشواکونکی اعلامیې او ویناوې دمبارزې په بهیر کښې په خلکو کښې په نفس او ځان د اعتماد د حس د رامینځته کیدا سبب کیدلې .
دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په دیارلس سوه درې څلویښتم(۱۳۴۳) هجری لمریز کال یعنی په نولس سوه څلورشپیتم (۱۹۶۴)میلادی کال کښې دځان د نیول کیدا په باره کښې فرمایی :« په خدای مې دې قسم وی چې زه په خپل ژوند کښې هیڅکله ونه یریدم .هغه شپه هم چې دباچا مامورانو زه بیولم هغوې ویریدل او ما هغوې ته ډاډ ورکاوه .»
حضرت امام خمینی رحمت الله علیه نه یوازې دایران له پهلوی ظالم رژیم بلکې د هغه له بدارانو یعنی امریکا هم نه ویریده او په ځلونو یې ددغه سلطه غواړی حکومت سپکاوی وکړ .
حضرت امام خمینی رحمت الله علیه امریکا ستره شیطانه بلله او ددغه حکومت تر ظلم لاندې ټول خلک یې دامریکا پرضد پاڅون ته وربلل .
حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په صراحت سره فرمایل :«مونږ دامریکا پرضد سخته او بې امانه مبارزې پیل کړی ده او هیله من یوو زمونږ بچیان دظالمانو له ژغ څخه په ازادۍ سره په نړۍ کښې دتوحید بیرغ ورپوی . مونږ یقین لرو که چیرې په دقیق ډول خپلې دندې ته چې له جنایتکارې امریکا سره مبارزه ده دوام ورکړو زمونږ بچیان به د بریالیتوب خوند وڅکی .»
()
په هغه وخت کښې چې دایران اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورسید په مختلفو هیوادونو کښې انقلابونو او سیاسی او ټولنیزو بدلونونو له کمیونیزم یا کپیټلزم (پانګه وال نظام )څخه یو(۱) شی انتخابوه .
خو حضرت امام خمینی ره دیوه نامتو دینی عالم په توګه په یوې اینده نګرې او نافذې کتنې سره دایران خلکو ته اسلامی نظام وړاندې کړ او خلکو هم په خلاصې تندی سره دغه نظام ومانه .
حضرت امام خمینی رحمت الله د داډول حکومت په اړه په لنډ ډول داسې فرمایی :« مونږ د جمهوری اسلامی غوښتونکی یوو . جمهوری دحکومت فرم(Form) او بڼه جوړوی او اسلامی یعنی دهغه فرم یعنی محتوا (Form)چې الهی قوانین دی .»
نو د حضرت امام خمینی ره د نظر وړ اسلام یوازې په عبادتونو پورې نه خلاصه کیږی بلکې اسلام داسې جامع دین دی چې د حکومت د اداره کولو په شمول دانسان دټولنیز او فردی ژوند په ټولو چارو کښې کار لری .
حضرت امام خمینی رحمت الله علیه دا ډول اسلام ته سوچه محمدی اسلام ویل او له اسلام څخه انحرافی اخیستون چې دغه ستر دین یې یوازې په فردی مسایلو او عبادتونو کښې کلابند کاوه او له ستمګرانو سره په مبارزې یې سترګې پټولې امریکایی اسلام باله .
()
دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه ساده ژوند تیرول هم داسلامی انقلاب دستر لارښود یوه (۱)بله ځانګړنه وه چې له اسلامی تعلیماتو یې سرچینه اخیستی وه .
په داسې شرایطو کښې چې ددنیا مشرانو او سیاستوالانو په هوساینې او شان وشوکت کښې ژوند کاوه هغه حضرت د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم او د هغه حضرت د ګرانو اهل بیت علیه السلام په پیروۍ کولو سره ډیر ساده او زاهدانه ژوند درلود .
په دې ډول چې دخارجی هیوادونو ډیر چارواکی چې دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه حضور ته ورتلل د دنیا داوسمهاله ستر انقلاب د مشر لپاره په داډول حالت حیرانه کیدل .
دغه ساده ژوند سبب کیده چې خلک هم له حضرت امام خمینی رح سره د ډیرې نږدې کیدا احساس وکړی او د خلکو او دحضرت امام خمینی رح ترمینځ دمینې اړیکې نورې هم پیاوړی شی .
()
دهیوادونو ډیر سیاستوالان او مشران د خلکو تعریف او ستاینه دخپلو ویناو او شعارونو برخه ګرځوی . خو په عمل کښې دځان ، ګوند او دخپل ګوند دکسانو ګټو ته فکر کوی . خو امام خمینی رح دایران داسلامی غورځنګ له پیل راهسې په خلکو ځانګړی لورینه درلودله . هغه حضرت انقلاب د خلکو د ویښولو او دهغوې د ذهنونو د روښانه کولو او دهغوې په لاس د رامینځته کولو له لارې ممکن باله .
متقابلا خلکو هم له حضرت امام خمینی رحمت الله علیه سره ډیره مینه او دلچسپی لرله او په همدې وجه په ډاډ سره یې دهغه حضرت د لارښوونو پیروی کوله .د دغه پیروۍ بیلګې د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په لارښوونو سره داسلامی انقلاب د بریالیتوب لپاره د خلکو په سرشیندنې او د عراق د صدام د تیریګر پوځ په وړندې په اته(۸) کلنې سپیڅلی دفاع کښې د ولس په مقاومت او پراخ ګډون کښې لټولای شو .
دایران داسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په متواضعانه ډول ځان دخلکو خدمت کونکی بولی او چارواکو ته یې ټینګار کاوه دخلکو خدمت وکړی او فرمایل یې :« که چیرې خلک دیوه حکومت ملاتړی ووسی دغه حکومت نه نسکوریږی او که چیرې یو(۱) ملت د یوه رژیم ملاتړی ووسی هغه رژیم به له مینځه لاړ نشی .»
()
بصیرت او راتلونکی ته کتنه یعنی دور اندیشی او لرلید د ایران داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی رحمت الله علیه بله ښکاره ځانګړتیا وه .
هغه حضرت کورنیو او خارجی بدلونونو او مسایلو ته له نورو څخه ډیر زیات او ژور پام درلود .
په دې ډول چې دایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب له مخکې کلونو راهسې یې خپله مبارزه پیل کړه او د انقلابی او د مبارزو کسانو تربیت او دخلکو د پوهولو او خبرولو کار یې شروع کړ .
له اسلامی انقلاب وروسته هم دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه دور اندیشې او دنظر دقت په ځلونو ایران له خطرونو بچ کړ .
له ځان څخه وروسته د حضرت ایت الله خامنه ای دمشرۍ لپاره ګیرچاپیر خلکو ته دهغه حضرت سپارښتنې د امام خمینی رح د دور اندیشې په موردونو کښې بللی شو .
نن سبا د حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ښې مشرۍ د اووه ویشت(۲۷) کلونو له تیریدا وروسته پوهیدلای شو چې حضرت امام خمینی تر کومه اندازه د سیاست او دیانت په تیره بیا د اسلامی انقلاب دساتلو په ډګر کښې دخپل پوه او نامتو شاګرد له وسونو خبر وو .داسې شاګرد او مرید چې هیڅکله دخپل استاد له ایډیالونو غړیدا ته چمتو نه وو او نه دی اود ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه په ستاینې کښې فرمایی :«د اوسمهاله وخت ستر شخصیت حضرت امام خمینی رحمت الله مومن عالم، پوه پرهیزګار ، په سیاست پوه حکیم ، دنوی فکر لرونکی مومن ، زړه ور او پوه عارف ، عادل واکمن او سرشیدونکی مجاهد وو . هغه اصولی فقیه ، فیلسوف ، عارف او د اخلاقومعلم او ادیب او شاعر وو .