دایران له خلکو دامریکائي واکوالانو د ملاتړ دروغجنې ادعاګانې پوچې ثابتې شوې
زمونږخبریال رآپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن دایران د فضائي ټیکنالوجۍ دملی ورځې په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې علم او پوهې پرمختګ کړی دی ، او پخپلو کې دملتونو دافکارو دجلاکیدو شپې ورځې تیرې شوي دي ، زیاته کړې ، د اچې یو حکومت تصور وکړي ، که دهیواد ویزا دڅو هیوادونو دخلکو لپاره منع کړي ، نو دانسانانو ترمینځ واټن زیاتولی شي یوه تیروتنه ده.
ډاکټر روحاني روښآنه کړې ، امریکائي چارواکي چې په نړۍ کې ئې شعار توپير نه کول دي ، اوس د انسانان د توپیر په اساس ، دهغوي دحقوقوچخڼي کولو هڅه کوي .
داسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې امریکایانو ټول نړیوال اصول اوژمنتیاوې ترپښو لاندې کړي دي ، وویل ، نننۍ نړۍ دارتباط او دافکارو دپيوند نړۍ ده اودملتونو ترمینځ دواټن درامینځةکولو لپاره د دیوالونو جوړولو وخت تیر شوی دی .
هغه همداراز وویل دایران ایټمي موافقې او دجامعې ایټمي موافقې داجرا پیغام نړیوالو ته دا ؤ چې خبرې اترې دسیمه ایزو اونړیوالو شخړو اوموضوعګانو دحل لپاره خورا ښه اوغوره لار ده .
هغه ټينګار وکړ دایران ملت داسلامی انقلاب د مبارزو په دوران کې د پاڅون لپاره او د اته کلنې دفاع په وخت کې دیوه ملت توانمنۍ ،دفاعي او دغه راز د بندیزونو په دوران کې توانمنۍ او هم دیوه ملت استقامت نندارې ته وړاندې کړی او ښودلي ئې ده چې پخپلوپښودریدل ممکن دي .