دامریکا دقدرت کمزورتیا له بل هروخته زیاته رابرسیره شوې ده .
امریکا دسیمې په کنډوالود بدلولو لپاره له ترهه ګرو کاراخستی څو دځان لپاره یوفرصت برابر کړي ،خو په عراق او سورئې کې پر ترهه ګروغلبې داسلام دښمنان له سترې ماتې سره مخامخ کړي دي .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د درستو قواؤ ستر قوماندان ځانګړي سلاکار سردار تورن جنرال یحی رحیم صفوي نن دایران په مرکزي ولایت کې دسپيڅلي دفاع دمبارزانو په سیمینار کې پخپلې وینا کې وويل ، امرکیا په تیرې لسیزې کې په افغانستان او عراق په لښکر کشۍ کې په ماتې زغملو او د ډيرو زیاتو مالی تاوانونو ، او څه دپاسه پنځلس زره ټپیانو او په زرګونو مړو سره ، په سیمې کې دخپلونقشو په اجرا کولو کې ماته وخوړله .
سردار رحیم صفوي روښانه کړې ، امریکا دسیمې په کنډوالو بدلولو لپاره له ترهه ګرو کاراخستی څو دځان لپاره یوفرصت برابر کړي ،خو په عراق او سورئې کې پر ترهه ګروغلبې داسلام دښمنان له سترې ماتې سره مخامخ کړي دي .
د ایران د درستو قواؤ دکمانډر انچیف ځانګړي سلاکار زیاته کړې ، ایران اوس دتیر وخت په نسبت لاقدرتمند شوی او داسلامی نظام نرم قدرت نه یوازې په مینځني ختیځ ، بلکې پر درستې نړۍ مثبتې اغیزې شیندلي دي. هغه وویل اوس اروپا دې نتیجې ته رسیدلې ده چې ایران په لودیځي آسیا کې یوازینی قدرتمند اوباثباته حکومت دی چې په دغې سیمې کې لومړنۍ او وروستۍ خبرې کوي . سردار رحیم صفوي ټينګار وکړ ،دایران اسلامی انقلاب په نورومسلمانو ملتونوکې دمقاومت د روحيې په ژوندۍ کولو سره،داسلام ددښمنانو اونړیوال استکبار لپاره نوي ماتې نندارې ته وړاندې کړي دي .