د عربستان په وړاندې د ایران دریځ روښانه او فعال دې
د ایران د دولت ویندوی محمد باقر نوبخت نن په خبری غونډه کې زیاته کړه له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د فارس خلیج د حوزې د هیوادونو غوښتنه هماغه د اسلامی ایران غوښتنه ده او د ریاض په وړاندې د تهران دریځونه په جوته بیان شوی دی .
ښاغلی نوبخت د ایران او عربستان په اړیکو کې د پاکستان د میانځی ګړی د رول په هکله د خپره شوی خبر په ردولو سره وویل د اسلامی ایران سیمه ایز نفوذ ډیر زیات دې او عربستان د داعش او القاعدې په شان له ترهه ګرو ډلو مرسته غواړی او باید یو ډول له ځانه دفاع وکړی چی د عربستان په پیسو او وسلو سره ترهه ګر پیاوړی شوی دی .
نوبخت جوته کړه د سوریې او یمن په اړه هم د ایران دریځونه جوت دی او دا عربستان دې چی باید د ماشوم وژنې ، په مسکونی سیمو د حملو او د یمن د بی دفاع خلکو د وژلو په اړه ځواب ووایی .