د ایران په خلاف د سعودیانو د ادعا تکرار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i42166-د_ایران_په_خلاف_د_سعودیانو_د_ادعا_تکرار
سعودی عربستان یو ځل بیا په تکراری او بې بنیاده ادعا کښې د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د هېوادونو په کورنو چارو کښې په مداخلت تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2017 10:06 Asia/Kabul
  • د ایران په خلاف د سعودیانو د ادعا تکرار

سعودی عربستان یو ځل بیا په تکراری او بې بنیاده ادعا کښې د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې د هېوادونو په کورنو چارو کښې په مداخلت تورن کړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په  ملګرو ملتو کښې د سعودی دائمی پلاوی په یمن باندې د تیری ګرو فوځی کارپېژاندو په غونډه کښې د تکراری ادعا ګانو په وړاندې کولو سره په خپل ګمان د یمن په شمول په سیمه کښې د ایران د مداخلت د اودرولو غوښتنه وکړه.

څو ورځې مخکې هم د اماراتو د بهرنیو چارو سلاکار وزیر انور قرقاش په یوه وېنا کښې په دې ادعا سره چې ایران د سعودی ضدو تحرکاتو په چوکاټ  کښې د یمن حوثیانو ته وسلې لېږی ادعا وکړه چې ایران په سیمه کښې خپلو مداخلتونو ته دوام ورکوی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی د دغو تورونو په ردعمل کښې تاکید کړے دے چې ډېره د حېرانتیا او افسوس خبره ده چې هغه هېواد چې تقریباً دوه کاله وشول د یمن د بنسټیزو ودانیو په ویجاړولو، د جنګی جنایتونو په کولو او د خلقو په ظالمانه محاصرې کښې نېغ په نېغه رول او مسئولیت لرلے نور په یمن کښې په مداخلت تورنوی.

امارات، سعودی او د یمن د مستعفی حکومت مسئولان په داسې حال کښې وخت په وخت ایران یمن ته د وسلو په لېږلو تورنوی چې په ګډه توګه یې د 2015 کال له مارچ څخه په دغه هېواد کښې ماتې خوړلې ده او په دې موده کښې یې د یمن د خلقو په خلاف مختلف جنایتونه ترسره کړی دی.

سعودی په امریکائی او برطانوی وسلو سره د یمن په بې ګناه خلقو هوائی حملې کوی چې دغه حملې د بشریت په خلاف د جنایت او د جنګی جرم  مصداق دی.