دامریکا ددښمنیو په وړاندې هوښیارتیا اوځيرتیا د ورځې ضرورت دی .
دایران د رهبرۍ دخبرګانو شورا مشر دانقلابی شونې او انقلابي عمل کونې دوام ته په اشارې سره روښانه کړه ، انقلابی شونه د سوچه محمدي اسلام ، داسلام دارزښتونو څخه ددفاع ، دفی سبیل ا.... جهاد او د داخلی او بهرنیو دښمنانو په مقابل کې د دریځو نیونې په معنا ده .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر آیت ا... احمد جنتي نن په تهران کې د دغې شورا دپنځم پړاؤ په دوهمې رسمي پرانیستونکو دستورو کې د ایران لهملت سره دامریکا د دښمنۍ موضوع پيژندنه یوه مهمه موضوع وبلله او پر زبرځواک او دهغوي پر استبداد د باؤر نه کولو باندې په ټينګار سره ئې زیاته کړې ، باید دزبرځواکونو دښمنۍ وپيژندل شي .
دایران د رهبرۍ دخبرګانو شورا مسر دانقلابی شونې او انقلابي عمل کونې دوام ته په اشارې سره روښانه کړه ، انقلابی شونه د سوچه محمدي اسلام ، داسلام دارزښتونو څخه ددفاع ، دفی سبیل ا.... جهاد او د داخلی او بهرنیو دښمنانو په مقابل کې د دریځو نیونې په معنا ده .
دایران درهبرۍ دخبرګانو د پنځم پړاؤ شورا دوهمه غونډه نن په تهران کې پیل شوي او سبا به دپایزې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسیږي . ټاکل شوې ده د دغې شورا غړي داسلامی انقلاب دارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني سره هم بیعت نوی کړي او له دې وروسته به بیا داسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمي سید علی خامنه اي سره به لیده کاته هم وکړي .