په سیمې د واکمنې ناامنۍ په اړه باید هوښیار وو
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په سیمه کښې د واکمنې ناامنۍ په وړاندې د هوښیارۍ پرضرورت ټینګار وکړ
حسن روحانی نن دایران د پوهنتونونو له مشرانو سره په غونډې کښې دنړۍ حساسو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کښې وویل په سیمه کښې واکمنه بې ثباتۍ او ناامنۍ او د راتلونکو شرایطو نا اټکل وړ کیدل دهوښیارۍ ضرورت دوه (۲) برابره کوی .
دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز پوهنتونونه د سترو ټولنیزو حرکتونو او تاندوالی سرچینه وبلله او ویې ویل پوهنتونونو دایران په اسلامی انقلاب او د هیواد د راتلونکی په لاره کښې مهم رول درلود او وبه یې لری .
حسن روحانی داسلامی ایران په پراختیا او پرمختګ کښې دانسانی ځواک په اهمیت ټینګار سره وویل ایران له ستر انسانی استعداد او ملاتړ څخه برخور دی او دغه استعداد دهیواد دپرمختګ په بهیر کښې ګرندوالی رامینځته کولای شی .
دایران ولسمشر حسن روحانی د هیواد علمی بریاوې د ستاینې وړ وبللې او ویې ویل نن سبا ایران ددنیا په پینځویشتو (۲۵)مشهورو هیوادونو په علمی ګړندی توب کښې لومړی مقام لری