مهم اسلامي ښارونه د اسلامي تمدن ترټولو غوره نښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45858-مهم_اسلامي_ښارونه_د_اسلامي_تمدن_ترټولو_غوره_نښې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل. د اسلامي تمدن د درک او ورباندې د پوهیدو لپاره ترټولو غوره لاره د کتابونو او د تیرو کسانو د کتابونو لوستنه او د مهمو اسلامي ښارونو د معمارۍ کتنه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2017 11:42 Asia/Kabul
  • مهم اسلامي ښارونه د اسلامي تمدن ترټولو غوره نښې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل. د اسلامي تمدن د درک او ورباندې د پوهیدو لپاره ترټولو غوره لاره د کتابونو او د تیرو کسانو د کتابونو لوستنه او د مهمو اسلامي ښارونو د معمارۍ کتنه ده.

ولسمشر حسن روحاني نن په قزوین کښې د اسلامي ښارونو د نړیوالې ټولنې د پنځمې بین المللي غونډې په پاییزه کښې زیاته کړه: په اسلامي تمدن د پوهیدو لپاره باید په مهمو اسلامي ښارونو کښې د معمارۍ پاتې آثارو او په ختیځ، برصغیر، مدیترانه ساحل او د افریقې په شمال او د ایران په شمول د مینځني ختیځ په مهمو هیوادونو کښې موجود تمدن ته وکتل شي.

روحاني څرګنده کړه: د اسلامي هیوادونو په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې سترو تمدني آثارو د خلکو له کلتور او اعتقاداتو سرچینه اخیستې ده.

هغه د ایراني ښارونو او د نړۍ د مختلفو هیوادونو د ښارونو ترمینځ د نزدې اړیکې د ټینګښت په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: باید د ښآرونو د اداره کولو او د سیاحت د پراختیا لپاره د یوبل له تجربو ګټه پورته کړو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د څو عمراني طرحو او شرکتونو د پرانیستې لپاره نن قزوین ولایت ته تللی دی.