ولایتی: که د ایران فداکارۍ نه وې سیمه به وېشل شوې وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47010-ولایتی_که_د_ایران_فداکارۍ_نه_وې_سیمه_به_وېشل_شوې_وه
په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لوړرتبه مشاور تاکید وکړ: ایران له ترهه ګرو تنظیمونو او ډلو سره مقابله کوی او که د ایران دغه فداکارۍ نه وې نو سیمه به تجزیه شوې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2017 13:37 Asia/Kabul
  • ولایتی: که د ایران فداکارۍ نه وې سیمه به وېشل شوې وه

په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لوړرتبه مشاور تاکید وکړ: ایران له ترهه ګرو تنظیمونو او ډلو سره مقابله کوی او که د ایران دغه فداکارۍ نه وې نو سیمه به تجزیه شوې وه.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ډاکټر علی اکبر ولایتی د لندن چاپ له العربی الجدید ورځپاڼې سره په مرکه کښې په سیمه کښې د ایران د موقف روڼوالی ته په اشارې سره تاکیدوکړ: د سیمې امنیت او ثبات یوازې د سیمې د هېوادونو په ملګرتیا او د هر ډول عامل یا بهرنی طرف په نه مداخلت سره امکان لری.

ولایتی له ترهه ګرۍ سره د جنګ په باره کښې وویل: تهران له ترهه ګرۍ او تکفیری او تندلارو غورځنګونو سره وجنګېدۀ او په سیمه کښې هغه موثره هېوادونه چې د سیمې د امنیت لپاره قائل دی پکار دی په همدې لړ کښې عمل وکړی.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر لوړ رتبه سلاکار همدارنګ د سوریې بدلونونو او د ایران، روسیې او ترکیې موافقې ته په اشارې سره تاکید وکړ: د سوریې د حالاتو په باره کښې فوځی انتخابونه بې فائدې دی او ټول پکار دی د داسې خبرو اترو مېز ته د کښېناستو ضرورت ته ورسی چې د ترهه ګرۍ د جرړو له وېستلو سره په یووخت د تاوتریخوالو ختموونکې وی.