مقدسه دفاع د نن او راتلونکی لپاره مهم اثار لری
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د مقدسې دفاع په دوران کښې یو تل پاتې درس دا ؤ چې که په خداے پاک باندې توکل د زړۀ له تلا په منلو سره په عملی توګه وی نو په ټولو خنډونو او مشکلاتو باندې په مومنانه توګه غلبه پېدا کېدې شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای پرون مازیګر د مقدسې دفاع د خاطرې د شپو د پروګرامونو له ګډون کوونکو، یو شمېر قوماندانانو، جنګیالیو او هنرمندانو په کتنه کښې د اته کلن تپل شوی جنګ د دوران د خاطرو بیانول او له هنری، ادبی او نویو طریقو څخه استفاده او نوی نسل ته د هغو منتقلول یو ډېر ارزښتناک او مهم کار وبلۀ.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دې باندې په تاکید سره چې د مادی او انسانی تاوانونو ترڅنګه د مقدسې دفاع دوران د نن او راتلونکو وختونو لپاره یو لړ مهم آثار لری وفرمایل: په ټولنه کښې د انقلابی روحیې ساتنه او مضبوطیه د دغه دوران یو اثر دے او که دغه جهادی او قربانی ورکونکے حرکت نه وې نو بې له شکه انقلابی روحیه به له ګواښ سره مخامخېده.
معظم رهبر د مقدسې دفاع د یو بل اثر په بیانولو کښې هغه دوران په خداے پاک باندې د عملی توکل، له نورو قوتونو څخه د نه ویرېدلو او د دغه عملی توکل په ذریعې سره په خنډونو باندې د کامیابېدو ډګر وبلۀ او زیاته یې کړه: د پرمختګ په لور دحرکت په حال کښې هره ټولنه په طبیعی توګه له یو لړ خنډونو او مشکلاتو سره مخامخه وی.
دوی دا خبره په ګوته کړه چې که دغه ټولنه معنوی او د اقتدار غوښتنې په خلاف او د دنیا غوښتنې په خلاف آرمانونه ولری نو په قطعی توګه به یې مشکلات زیات وی او په داسې یوه ټولنه کښې په خداے پاک باندې عملی توکل او په خنډونو باندې د غلبې لپاره د توانمنۍ احساس ډېر مهم دے.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر دا خبره څرګنده کړه چې ایران اوس د خپل پرمختګ د لارې په ټولو خنډونواو مشکلاتو باندې د کامیابۍ ادعا کولې شی ، ځکه چې د مقدسې دفاع په دوران کښې په زیاتو او سختو مشکلاتو باندې د غلبې تجربه لری.
معظم رهبر دې ته په اشارې سره چې د تپل شوی جنګ په دوران کښې د امریکې، نېټو، شوروی او د سیمې د مرتجعینو په شمول د دنیا ټول قوتونه د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کښې راغلی وو زیاته کړه: په داسې حالاتو کښې ایران وکړې شول په دغو ټولو قوتونو باندې کامیابی حاصله کړی.