د سږني حج شعار حج، معنویت، ملي اقتدار او اسلامي پیوستون دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i48808-د_سږني_حج_شعار_حج_معنویت_ملي_اقتدار_او_اسلامي_پیوستون_دی
د ولي فقیه نماینده او د ایراني حاجیانو سرپرست د ۲۰۱۷ کال د حج شعار (حج، معنویت، ملي اقتدار او اسلامي پیوستون) وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • د سږني حج شعار حج، معنویت، ملي اقتدار او اسلامي پیوستون دی

د ولي فقیه نماینده او د ایراني حاجیانو سرپرست د ۲۰۱۷ کال د حج شعار (حج، معنویت، ملي اقتدار او اسلامي پیوستون) وباله.

حجت الاسلام والمسلمین سید علي قاضي عسکر نن په یوه مرکه کښې د ۲۰۱۷ کال د حج د شعار د اهدافو په بیانولو سره وویل: دا شعار د حج د ډیرې مهمې الهي، سیاسي او ټولنیزې فلسفې او له خدای او نورو حاجیانو سره د خپلې اړیکې په وړاندې د زیارتوال د دندې بیانونکی دی.

حجت الاسلام والمسلمین قاضي عسکر زیاته کړه: معنویت د سږ کال د حج د شعار د یوې ډیرې مهمې کلمې په توګه غوره شوی دی او زیارتوالو ته پکار دي چې د دې سفر له فرصت څخه د معنویت د ترلاسه کولو او لوړاوي او د معرفت او خوش اخلاقۍ د پياوړتیا لپاره ګټه پورته کړي.

د حج او زیاراتو په چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي همداشان د ملي اقتدار د کلمې د غوره کولو په هکله هم څرګنده کړه: د حج د سفر ترټولو غوره توښه د ایران د ولس د اقتدار پیاوړتیا او د دیني او ولسواکۍ د کلتور پراختیا او په سیمه په تیره بیا عرب ګاونډیانو سره په تړاو کښې د ایران د اسلامي جهوریت د موقعیت لوړاوی دی.