ایران به د عراق د ولس ملاتړ لاهم جاري وساتي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i49524-ایران_به_د_عراق_د_ولس_ملاتړ_لاهم_جاري_وساتي
پرمختللی، پياوړی، امنه او یوموټی عراق د ایران غوښتنه ده او د همدې لیدتوګې په چوکاټ کښې به ایران په هرډول حالاتو کښې د عراق ترڅنګ ولاړ وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 03:24 Asia/Kabul
  • ایران به د عراق د ولس ملاتړ لاهم جاري وساتي

پرمختللی، پياوړی، امنه او یوموټی عراق د ایران غوښتنه ده او د همدې لیدتوګې په چوکاټ کښې به ایران په هرډول حالاتو کښې د عراق ترڅنګ ولاړ وي.

د عراق د الانبار، دیاله او صلاح الدین ولایتونو د اهل سنت قبایلو مشرانو په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د روژه ماتي په مراسمو کښې په ګډون سره له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د سټراټیجک رول قدرونه وکړه.

په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوي سفیر ایرج مسجدي هم د روژه ماتي په دغو مراسمو کښې څرګنده کړه: ایران به د عراق د ولس ملاتړ ته همدغه شان دوام ورکړي.

ایرج مسجدي تیره سه شنبه بغداد ته له رسیدو وروسته ټنیګار وکړ چې پرمختللی، پياوړی، امنه او یوموټی عراق د ایران غوښتنه ده او د همدې لیدتوګې په چوکاټ کښې به ایران په هرډول حالاتو کښې د عراق ترڅنګ ولاړ وي.