امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت د اصل مخالفه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i49822-امریکا_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_د_اصل_مخالفه_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: له امریکې سره زیاتره مسائل له سره د هواریدو وړ نه دي ځکه چې له مونږ سره د امریکې مشکل د ایټمي انرجۍ او بشري حقوقو په شان مسائلو په وجه نه دی بلکې د هغوي مشکل، د اسلامي جمهوریت له اصل سره دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2017 01:33 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت د اصل مخالفه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: له امریکې سره زیاتره مسائل له سره د هواریدو وړ نه دي ځکه چې له مونږ سره د امریکې مشکل د ایټمي انرجۍ او بشري حقوقو په شان مسائلو په وجه نه دی بلکې د هغوي مشکل، د اسلامي جمهوریت له اصل سره دی.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون مازیګر د هیواد د درې ګونو قواو د مشرانو او یوه ډله مسئولانو په کتنه کښې د ایران د پرمختګ لپاره د ملګرتیا او کوشش د یوې نوې فضا رامینځته کولو په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د هیواد د سمې اداره کونې لپاره باید له هغو تجربو په استفادې سره چې ترټولو مهمه یې ملي یووالی او پر امریکې اعتماد نه کول دي، د پریکړې کونې په سمو معیارونو ملا وتړله شي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي روانو مسائلو ته په کتنې سره، د ایران د تیرو ټولټاکنو په هکله وویل: د ایران د ولسمشرۍ او د کلیو او ښارونو د اسلامي شوراګانو وروستي انتخابات یو ستر کار و او د انقلاب قدرت او د خلکو په زړونو کښې د اسلامي نظام د نفوذ تل یې په ډاګه کړ، که څه هم نړیوالې رسنۍ په خپلو پراخو تبلیغاتو کښې دې مسئلې ته هیڅ اشاره نه کوي.

دوي د ایران د اسلامي جمهوریت د له انتخاباتو وروسته د امریکایانو لخوا د بندیزونو د زیاتولو سپیرو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د دې دښمنیو په وړاندې ګډ هدف یعنې (د هیواد پرمختګ او د اسلامي ایران لوړتیا) ته د رسیدو لپاره باید د ملګرتیا، کار او کوشش یوه نوې فضا رامینځته شي او ټول پکښې ونډه ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیا خپل اصلي بحث یعنې د هیواد سم مدیریت او د سمې لارې د پيژندنې د ضرورت بحث ته په ورګرځیدو سره وویل: د هیواد سمه اداره کونه په وړومبي ګام کښې د پریکړو کونې د معیارونو معلومیدو او په ورپسې ګام کښې د تیرو ۳۸ کلونو له تجربو استفادې ته اړتیا لري.

دوي پر دې ټکي په ټینګار سره چې استکباري قدرتونه د خپلو غوښتنو د تپلو لپاره مختلفې طریقې کاروي، زیاته کړه: په دې کښې یوه روده (د نړیوالو اصولو) په عنوان سره د مستکبرانو د ګټو برابریدل دي څو له دې لارې خپلواک او ظلم دښمنه هیوادونه د اصولو په ماتونې تورن کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: په دې وروستیو کښې امریکایان د ایران په هکله خپلو ویناو کښې د نړیوالو اصولو ترعنوان لاندې (د سیمې د بې ثباته کولو) موضوع مطرح کوي چې د هغوي په ځواب کښې باید وړومبۍ ووایو چې دا سیمه په تاسو پورې څه اړه لري او دویمه دا چې د سیمې د بې ثباتۍ لامل تاسو او ستاسو مزدوران او لاس پوڅي دي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د داعش ډلګۍ په جوړولو کښې د امریکایانو رول او له دغې ډلې یې پوځي او تدارکاتي ملاتړونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د داعش ضده ائتلاف د جوړولو ادعا دروغ ده البته امریکایان (له نه کنټرولیدونکي داعش) سره مخالف دي خو که څوک په رښتیا د داعش نابودي وغواړي نو امریکا له هغه سره مقابله کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان زیاته کړه: له امریکې سره زیاتره مسائل له سره د هواریدو وړ نه دي ځکه چې له مونږ سره د امریکې مشکل د ایټمي انرجۍ او بشري حقوقو په شان مسائلو په وجه نه دی بلکې د هغوي مشکل، د اسلامي جمهوریت له اصل سره دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلو څرګندونو په جمع بندۍ کښې د ایران ولس یو ژوندی ولس او اسلامي انقلاب یې مترقي او ځوان وباله او څرګنده یې کړه: دا شرایط ولس ته د یو ښه راتلونکي زیری ورکوي او هیله مند یو چې د خلکو حالت ورځ تر بلې لاښه شي او ګواښونه په ښه توګه دفع کړو.