ایران له عراق څخه دیوې سیمې له جلا کیدا سره مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50456-ایران_له_عراق_څخه_دیوې_سیمې_له_جلا_کیدا_سره_مخالف_دی
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له داعش ډلې سره په مبارزې کښې د عراق د ټولو سیاسی او مذهبی ګوندونو د وحدت او کوټلتیا په درنښت سره ولسی ځواکونه په دغه هیواد کښې داقتدار عامل او یوه (۱)مبارکه او مهمه ښکارنده وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2017 00:01 Asia/Kabul
  • داعش ډله دامریکا او دعربو هیوادونو په ملاتړ او پیسو سره رامینځته شوي ده .
    داعش ډله دامریکا او دعربو هیوادونو په ملاتړ او پیسو سره رامینځته شوي ده .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له داعش ډلې سره په مبارزې کښې د عراق د ټولو سیاسی او مذهبی ګوندونو د وحدت او کوټلتیا په درنښت سره ولسی ځواکونه په دغه هیواد کښې داقتدار عامل او یوه (۱)مبارکه او مهمه ښکارنده وبلله .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په تهران کښې دعراق له لومړی وزیر حیدر العبادی سره په کتنې کښې وفرمائیل دایران اسلامی جمهوریت دګاونډی هیواد په توګه له عراق څخه دیوې (۱)سیمې د جلا کیدا لپاره د ټولپوښتنې دترسره کیدا په اړه له  ځینو ګونګوسو سره مخالف دی او دې موضوع ته لمن وهونکی  دعراق دهویت او د خپلواکۍ مخالفان ګڼی .

هغه حضرت دعراق د پیوستون په ساتلو د ټینګار په ترڅ کښې ډاګینه کړه دامریکا په اړه باید هوښیار ووسو او هیڅ وخت په دغه هیواد(امریکا) باور ونکړو ځکه چې امریکا او دهغه ملګری دعراق د خپلواکۍ ، هویت او د وحدت مخالف دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دعراق له ولسی ځواک العشد الشعبی سره د امریکا او دهغې دملګرو مخالفت ته په اشارې سره وفرمائیل له ولسی ځواکونو سره د امریکا مخالفت په دې وجه دی چې هغوې(امریکا او ملګری هیوادونه) غواړی عراق دخپل اقتدار مهم عامل له لاسه ورکړی .

هغه ټینګار وکړ هیڅ کله باید په امریکا اعتماد ونکړو ځکه چې هغه دفرصت په تمه ده چې ګوزار ورکړی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په عراق کښې اختلاف دګوزار دورکولو لپاره د امریکا د تمې وړ فرصت وباله  او ویې ویل امریکا ته باید دغه فرصت ورنکړل شی  او په دې سربیره پوځیانو ته دروزنې د ورکولو په پلمې او  په نورو موضوګانو سره عراق ته د امریکا دعسکرو د ورتلو مخه باید ونیول شی .

هغه حضرت په دې خبرې ټینګار سره چې له داعش سره دامریکا مخالفت حقیقی نه دی وویل امریکا او په سیمه کښې دهغې ځینې پیروی کونکی عرب هیوادونه دداعش ډلې د مینځه وړلو کوشش نه کوی ځکه چې داعش ډله دامریکا او دعربو هیوادونو په ملاتړ او پیسو سره رامینځته شوی ده او هغوې ګروهنه لری یوه(۱) داعش ډلې چې ددوې په لاس کښې وی په عراق کښې پاتې شی .