له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه له استکبار سره مبارزه ده
-
دقدس نړیواله ورځ له استکبار او له نړیوالو استکبارانو سره د مبارزې بیلګه ده .
زمونږخبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دقدس نړیواله ورځ ډیره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ دغه ارزښتناکه ورځ صرف له یوه (۱)مظلوم ملت څخه د ملاتړ اعلانول نه دی بلکې له استکبار او له نړیوالو استکبارانو سره د مبارزې بیلګه ده .
هغه پرون مازیګر دایران د پوهنتونونو له یوشمیر استادانو ، څیړاندو او شخصیتونو سره په کتنې کښې دقدس نړیوالې ورځې ته چې سبا لمانځل کیږی په اشارې سره وویل دقدس دورځې لمانځل یوازې دیوه مظلوم ملت چې له خپل ټاټوبی او کور څخه شړل شوی دی ددفاع په معنا نه دی بلکې نن سبا د فلسطین دفاع دفلسطین له مسلې د ډیر پراخ حقیقت دفاع کول دی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه له استکبار او دسلطې له نظام سره مبارزه ده او په همدې علت دامریکا سیاستوالان له دغه حرکت څخه د ګوزار د خوړلو احساس کوی او دښمنۍ کوی .
هغه حضرت ورپسې د خپلې کتنې اصلی موضوع دمعلم او استاد مسولیت بیان کړه او زیاته یې کړه داسې استاد چې مثبت فکر کوی ، ژمن وی ، هیله من وی او انقلابی مسایلو ، دهیواد اصالتونو او دینی اصولو ته پاې بند وی او دمسولیت له احساس او د اقدام لپاره له پریکنده نیت او ارادې څخه برخور وی فکر او حرکت ته د محصیل په مجبورولو سره بې سارۍ او بې بدیله رول لرلی شی .
داسلامی انقلاب ستر لارښود دنویو علمونو د راتلو مخنیوی په ایران کښې دپوهنتون په کمزوری کولو کښې د سلطه ګرو هیوادونو د پروګرامونو برخه وبلله او ویې ویل دپهلوی لړۍ د پرله پسې کلونو په حکومت کښې لویدیځو هیوادونو هیڅکله دایران پوهنتونونو ته مهم علمی پرمختګونه او نوی پوهې انتقال نکړې او هغوې دلویدیځ د ارزښتونو دانتقال په یوه ځاې د پوهنتونونو په بدلولو سره په پوهنتونونو کښې د هرډول نوښت او ټیکنالوژۍ د رامینځته کیدا مخه ونیوله .