ایران د عراق د موصل د آزادیدو مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i51680-ایران_د_عراق_د_موصل_د_آزادیدو_مبارکي_ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د عراق دفاع وزیر او د حشد الشعبي ځواک قومندان ته د موصل ښار په بشپړه آزادۍ کښې د دغه هیواد د پوځ او ولسي ځواکونو د بریالیتوب مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2017 14:17 Asia/Kabul
  • ایران د عراق د موصل د آزادیدو مبارکي ورکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر د عراق دفاع وزیر او د حشد الشعبي ځواک قومندان ته د موصل ښار په بشپړه آزادۍ کښې د دغه هیواد د پوځ او ولسي ځواکونو د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

برید جنرال سردار حسین دهقان نن د عراق دفاع وزیر محمود عبدالغفور عبدا... الحیالي او د ولسي مبارز ځواک قومندان هادي العامري ته په جلاجلا پيغامونو کښې څرګنده کړه: د ترهګرۍ ماتول به د حکومتونو له یوموټې او حقیقي ارادې او د ترهګرۍ خلاف د متحد محاذ له جوړولو پرته امکان ونه لري او او په موصل کښې ستره بریا په عراق کښې د امریکې او صهیونیسټي غاصب رژیم د دسیسو د ماتې سبب شوې ده.

هغه په سیمه کښې د سلطې د نظام د نیابتي جنګ د سټراټیجۍ د بشپړې ماتې په هیلې سره څرګنده کړه چې په عراق کښې وروستۍ بریاوې د عراق د میړني قومندانانو او شیعه عالي مرجعیت د حکیمانه لارښوونو لاندې د حشد الشعبي ځواکونو د اخلاص او ایثار نتیجه ده.

د ایران دفاع وزیر همداشان له عراق سره د دفاعي، پوځي او امنیتي ملګرتیاو د پياوړتیا او پراختیا په لړ کښې د تهران بشپړ چمتووالی اعلان کړ.