امریکايي ائتلاف د مقاومت په وړاندې ناتوانه دی
د ایران د نظام د مصلحت پیژندنې ټولنې د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر ټینګار وکړ: د امریکې په مشرۍ داعش ضده ائتلاف د مقاومت او دریدنې په وړاندې له همیشه نه زیات ناتوانه دی.
د ایرنا د خبر له مخې علي اکبر ولایت په انسټاګرام کښې په خپله شخصي پاڼه کښې د داعشي ترهګرو له نیواکه د عراق د موصل د آزادۍ په مبارکۍ سره ولیکل: دښمنانو په تیرو څه باندې پنځو کالو کښې د سیمې د ځینو مرتجع هیوادونو په ملاتړ او د ترهګرو ډلو په جوړولو سره د مسلمانو حکومتونو او ولسونو د کمزوري کولو او ټوټې کولو پلان پيل کړ خو بلآخره د مقاومت په وړاندې له تل څخه لاناتوانه دي.
هغه زیاته کړه: په موصل کښې د عراق د حکومت او ولس بریا چې د حقیقي دوستانو او تړونوالو په ملګرتیا سره ترلاسه شوه، د هرډول دسیسې، دښمنۍ، افراط، تکفیر او ترهګرۍ په وړاندې د سیمې د خلکو د دریدنې، مقاومت، سرشیندنې او اقتدار سمبول دی.