سترې بریاوې راروانې دي
له راپيښې دښمنۍ سره سره د ایران د هوايي چلند برخه د هیواد د نورو برخو په شان مثالي امنیت لري.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د لوې قومندان ځاې ناستي بریدجنرال سردار حسین سلامي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په سیمه او عربستان کښې هم ترهګرې ډلې پر یمن په یرغل کښې له ماتې سره مخامخ شوې دي، په نزدې راتلونکي کښې د مقامت د چورلیز د سترو بریاو خبر ورکړ.
حسین سلامي پرون په تهران کښې د ایران د پاسدارانو د لښکر او د هوايي ډګرونو د پولیسو د قومندانانو په دریمه ګډه غونډه کښې همداشان د ایران د هوايي ډګرونو ښه امنیت د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او پولیسو د ملګرتیا نتیجه وبلله او ویې ویل: له راپيښې دښمنۍ سره سره د ایران د هوايي چلند برخه د هیواد د نورو برخو په شان مثالي امنیت لري.
د ویلو ده چې په دې وروستیو میاشتو کښې د سوریې او عراق پوځونو ترهګرو ته سختې ماتې ورکړې دي.
له بلې خوا عربستان هم چې د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې یې قدرت ته د یمن د استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي د رسولو په پلمه پر دغه هیواد خپل بریدونه پیل کړي دي، تراوسه د یمن د خلکو د دریدنې په وجه سره له سترو لګښتونو خپلو اهدافو ته په رسیدو کښې پاتې راغلی دی.