امریکه د موصل د ازادېدو اصلی بائېلونکې ده
د ایران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنیت د کمېشن مشر وویل: امریکه او د هغې سیمه ایز او اروپائی انډیوالان عراق د موصل ښار په آزادېدو کښې ترټولو ستر بائیلونکی وو.
د عراق وزیراعظم حېدرالعبادی د جولائی د روانې میاشتې په وړومبۍ نېټه د بغداد په شمال کښې موصل ښار ته لاړ او له 37 میاشتو وروسته په داعش ترهه ګرې ډلې باندې کامیابی یې په سرکاری توګه اعلان کړه. د موصل د آزادۍ عملیات د 2016 کال د اکتوبر له 17 نېټې څخه شروع شوی دی.
علاء الدین بروجردی د موصل آزادی د عراق د ترهه ګرۍ په بحران کښې یو ډېر مهم مخ په وړاندې ګام وبلۀ او زیاته یې کړه: د عراق حکومت او فوځ، حشد الشعبی ځواکونو او د دغه هېواد د شیعه ؤ لوړرتبه مرجع آیت ا... سیستانی رول په دغه کامیابۍ کښې مهم وبلۀ.
بروجردی د امریکې او د هغې د انډیوالانو پلان د عراق تقسیم او د داعش ترهه ګرې ډلې حکومت راوستل وبلل او زیاته یې کړه: داعش ترهه ګرې ډلې په عراق کښې ماتې خوړلې ده او دغه ماتې د امریکې او صهیونېسټ رژیم د ماتې په معنا ده.
د ایران د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنیت د کمېشن مشر همدارنګ امید څرګند کړ چې سوریه هم د زمکنۍ بشپړتیا له مرحلې څخه بهر شوے او د وروستۍ سترې کامیابۍ جشن نمانځی.