د عراق د دفاع وزیر تهران ته راغے
Jul 22, 2017 13:08 Asia/Kabul
د عراق د دفاع وزیر نن د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع د وزیر په رسمی بلنې سره د یو دفاعی پلاوی په مشرۍ تهران ته راورسېد.
د ایران د دفاع وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل: د عراق د دفاع وزیر جنرل عرفان الحیالی په دغه سفر کښې چې د ایران او عراق د دفاعی ملګرتیاو د پراختیا په هدف سره دے د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع له وزیر جنرل حسین دهقان او له نورو سیاسی او دفاعی چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړی.
د ایران او عراق ترمېنځ د دفاعی ملګرتیاو د تفاهم د یو یادښت لاسلیکول تهران ته د عراق د دفاع د وزیر د سفر یو بل پروګرام دے.
ټیګونه