عراق یوځل بیا د خپل ملاتړ په وجه د ایران قدرونه وکړه
حسین جابري انصاري تیره شپه له عراقي مسئولانو سره د لیدوکتو په موخه د عراق پلازمینې بغداد ته ورسید او هلته یې وړومبی د عراق له خارجه وزیر ابراهیم الجعفري سره وکتل.
د ایران د خارجه وزارت د عربي او افریقايي چارو مرستیال او د عراق خارجه وزیر بیګا په بغداد کښې د سیمې وروستي بدلونونه په تیره بیا په سیاسي او اقتصادي اړخونو او همداشان له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو اړیکې وڅیړلې.
حسین جابري انصاري تیره شپه له عراقي مسئولانو سره د لیدوکتو په موخه د عراق پلازمینې بغداد ته ورسید او هلته یې وړومبی د عراق له خارجه وزیر ابراهیم الجعفري سره وکتل.
په دغه کتنه کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د ولس او حکومت ورور وباله او په مختلفو برخو په تیره بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې له بغداده د تهران د دوامدارو ملاتړونو قدرونه یې وکړه.
ابراهیم الجعفري همداشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
په دغه کتنه کښې حسین جابري انصاري هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پياوړتیا ټینګار وکړ او له عراق څخه هرډول ملاتړ ته یې د ایران چمتووالی اعلان کړ.