د ایران د زمری میاشتې د لومړۍ نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52548-د_ایران_د_زمری_میاشتې_د_لومړۍ_نیټې_ورځپاڼې
د طالبانو ډلې یوه ویندوی قاری یوسف احمدی په ډاګه کړه چی د طالبانو د مشر هیبت ا... اخوند زاده زوی په هلمند کې ځان وژونکی حمله کړی ده . احمدی ویلی دی چی دا حمله ښی چی طالبان په قدرت پسې ندی . هغه ویلی دی چی د ملا هیبت ا... زوی شل کلن وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2017 07:47 Asia/Kabul
  • د ایران د زمری میاشتې د لومړۍ نیټې ورځپاڼې

د طالبانو ډلې یوه ویندوی قاری یوسف احمدی په ډاګه کړه چی د طالبانو د مشر هیبت ا... اخوند زاده زوی په هلمند کې ځان وژونکی حمله کړی ده . احمدی ویلی دی چی دا حمله ښی چی طالبان په قدرت پسې ندی . هغه ویلی دی چی د ملا هیبت ا... زوی شل کلن وو

 

کیهان ورځپاڼه

 

نوموړی ورځپاڼۍپه خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ په قدس کې د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو په ارتباط هم یو مفصل راپور چاپ کړی دی او لیکلی یې دی  د قدس د نیواکګر رژیم عسکرو څلور فلسطینیان شهدان او ۴۵۰ نور هم ژوبل کړی دی .

ورځپاڼې په دې هکله د بیلا شخصیتونو نظرونه هم چاپ کړی دی  چی یوه اشاره ورته کوو .

د حماس د پوځی څانګې شهید عزالدین قسام د کنډکونو وېاندابوعبید په خپله ټوئیټر پاڼه کښې ولیکل په مسجد الاقصی باندې له حملې سره مقابلې صهیونېسټ  رژیم ته سخت او دردناک ګوزار ورکړے دے او اسرائیلیان به د فلسطینی ځوانانو د عملیاتو د دوام کتونکی وی.

 

له بلې خوا د حماس لوړ رتبه غړی اسماعیل رضوان هم د صهیونېسټ رژیم لخوا د مسجدالاقصی د بې  حرمتۍ او دغه مقدس جومات ته د فلسطینی نمونځګزارو د ورتګ د مخنیوی په باره کښې وویل: غاصبان د مسلمانانو دین او اعتقاداتو ته پاملرنه نه کوی او هغوی د فلسطینی خلقو د مقدساتو او اعتقاداتو او د بشریت او انسانیت لپاره یو جدی خطر ګڼل کیږی.

هغه دا خبره  څرګنده کړه چې اسرائیلی رژیم د مسجدالاقصی او قدس شریف د یهودی کولو او د دغه مقدس ځاے د زمانی او مکانی وېش په تکل کښې دے او په مسجدالاقصی باندې په تسلط سره  د دغه مقدس جومات په ویجاړیو باندې د یو نوی معبد جوړول غواړی.

رضوان د مسجدالاقصی په خلاف د اسرائیلو د اقداماتو په وړاندې د اسلامی او عربی نړۍ په موقف باندې په نیوکې سره وویل: مسجدالاقصی له ټولو مسلمانانو او عربو سره تعلق لری او ټول پکار دی د دغه شریف مکان په وړاندې خپله دنده ترسره کړی .

 

یوه امریکایی عسکر ویلی دی په تیرو ۵ کلونو کې مې په عراق کې ۲۷۴۶ عراقی ښاریز وژلی دی .

 

په ایران کې د صیاد درې د لیر واټنه توغندی د تولید کرښه پرانستل شوه .

 

د عربستان حکومت سږ کال د قطری حاجیانو لپاره یولړ محدودیتونه وضع کړی دی . ورځپاڼه په دې هکله لیکی د عربستان د حج وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د قطر حاجیان باید د یو داسې هوایی شرکت له لارې مکې ته سفر وکړی چې د عربستان له حکومت سره د ملګرتیا تړون ولری.

 

په دغه خبرپاڼه کښې راغلی چې قطری حاجیان د جدې یا مدینې له دوو هوایی ډګرونو څخه عربستان ته داخلیدی شی او ورته به د حج ویزا هم یوازې په دغو دوو هوایی ډګرونو کښې صادریږی، یعنې د قطر خلک د بل کوم هوایی ډګر له لارې عربستان ته نه شی تلی.

 

د عربستان د حکومت د حکم له مخې په اماراتو کښې استوګن قطریان هم باید له مخکښې څخه عربستان ته د سفر لپاره په الیکټرانیکی توګه نومونه ولیکی او د ریاض او دوحې مجوزونه یې هم باید له مخکښې نه برابر کړی وی.

 

د قطر خلک له دې مخکښې بې له ویزې عربستان ته تلی شول خو له عربستان، اماراتو، بحرین او مصر سره د قطر په اړیکو کښې د کړکیچ له رامینځته کیدو وروسته ریاض د عربستان او قطر ترمینځ هرډول الوتنې بندې کړې .

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

اسلامی ایران د ټرمپ د ګواښ په ځواب کې ویلی دی چی د امریکا له ښاریزو سره چلند د قانون په مطابق شوی دی .

 یوه صیهونیسټی شناندی ویلی دی چی له اسراییلو سره د عربستان پټ واده باید څرګند شی .

د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا یوه غړی ویلی دی چی  د برجام پرضد د ټرمپ یو اړخیزه اقدام امریکا منزوی کوی .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو او اسرائیلو ترمینځ ټولې اړیکې غوڅې شوې . قدس خبری آژانس د معا فلسطینی خبری آژانس له قوله خبر ورکړی چې د فتح غورځنګ ویاند زیاد خلیل ابو زیاد پرون مازیګر په دې خبرې سره چې اسرائیل له ټولو سرو کرښو تیر شوی دی، ټینګار وکړ: اسرائیل په مسجدالاقصی کښې موجوده وضعه بدلول غواړی او نوی وضعیت ورتپل غواړی په داسې حال کښې چې دا جومات یوازې د فلسطین د خلکو لپاره دی او د هغه د ملاتړ او بیارغاونې لپاره ثابت قدمه دی

د فتح غورځنګ ویاند په نیواکی قدس او د فلسطین په نورو سیمو کښې پراخو مظاهرو او نښتو ته په اشارې سره وویل چې دا تحرکات په هیڅ سیاسی بهیر پورې اړوند نه دی بلکې د مسجدالاقصی د دفاع لپاره یو ملی، فلسطینی او اسلامی ځواب دی.

هغه نړیواله ټولنه په قدس کښې د روانو پیښو په وړاندې د چپتیا ختمولو ته وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که د اسرائیلو نیواکګرۍ او د اقصی جومات کلابندې دوام ولری نو په فلسطین کښې به حالات د چاودنې حد ته ورسیږی .

ایران د صیاد-۳ پرمختللی میزایل مخ کتنه وکړه . د ایران د پوځ د خاتم الانبیاء(ص) دافع هوا مرکز قومندان وویل: د (صیاد-۳) لر واټنه دافع هوا توغندی په جوړونه کښې کارول شوې ټیکنالوجی یوازې یوڅو هیوادونه لری او ایرانی ماهران وتوانیدل چې د بندیزونو په پړاو کښې پر خپل کورنی توان باندې په تکیې سره دغه توغندی ډیزاین او جوړ کړی.

 

امیر بریدجنرال فرزاد اسماعیلی پرون په تهران کښې د صیاد-۳ نومې لرواټنه توغندی د مخ کتنې په مراسمو کښې څرګنده کړه: صیاد-۳ یوازې یو توغندی نه دی بلکې د یوې نوې ټیکنالوجۍ پنځون دی.

 

هغه زیاته کړه چې د صیاد درې په نامه لرواټنه میزایل په الیکټرانیک جنګ کښې ډیرې زیاتې وړتیاوې لری او د ډیرو ټیټو اهدافو خلاف د هغه د کارولو امکان شته دی.

هغه ټینګار وکړ چې دغه توغندی د ایران د دافع هوا یوموټې شبکې کښې شامل شوی او د صیاد-۱ او صیاد-۲ توغندیو وړتیاوې هم لری .

دافغانستان په هرات کې د اسلامی ایران سرکنسول محمود افخمی دافغانستان د خارجه وزارت له یوه مسئول مقام امین ا... آزادانی سره په کتنې کې وویل په هرات کې دایران کنسولګرۍ ایران ته سفر د ویزو دغوښتنو داحترام او د هراړخیزو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره خپلې ټولې هلې ځلې کارولی دی .

داسلامی ایران دفاع وزیر له ترهه ګرۍ په ملاتړ او په سیمې کې د ناکراریو اوبې ثباتیو درامینځةکولو لپاره له امریکا اوصهونیسټ رژیم څخه د سیمې دځینوهیوادونو ملاتړ ته په اشارې سره ووئیل ، باید دترهه ګرۍ اودهغود ملاتړ په ضد یوه سیمه ایزه اونړیواله اجماع رامینځةشی څو دترهه ګرۍ دجرړه ویستلو ته هیلې ولرل شی .

 

اطلاعات ورځپاڼه

د ایران خارجه وزارت وایی چی امریکا دې سملاسی ایرانی بندیان خوشی کړی .

د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیجیکی شورا مشر ډاکټر خرازی وویل له برجامه د امریکا وتل د ایران سره کرښه ده .

په قدس کې د صیهونیسټ رژیم د  پلان شوی تاوتریخوالی پرضد د نړیوالو غوسه راپاریدلی ده .

د ملګرو ملتو د سرمنشی ویندوی هم ویلی  دی چی د قدس او الاقصی جومات په حالاتو سخت اندیښمن یو .

د قطر امیر ویلی دی د عربستان دباونو ته هیڅکله نه تسلیمیږو .

 

ملګرو ملتو ویلی دی چی عربستان په عمدی ډول  په یمنی کډوالو حمله کړی ده .

 

ایران ورځپاڼه

د ایټمی موافقې د ګډ کمیشن د پاې په غونډه کې د اروپایی اتحادیې په بیانیه کې راغلی دی برجام باید په بشپړه او په ښه نیت اجرا شی .

د ایران او عراق دفاع وزیرانو ټینګار وکړ تهران او بغداد  په سیمه کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې دوه ټاکونکی متحدان دی .

د طالبانو د مشر زوی په هلمند کې انتحاری حمله کړی ده .

د طالبانو ډلې یوه ویندوی قاری یوسف احمدی په ډاګه کړه چی د طالبانو د مشر هیبت ا... اخوند زاده زوی په هلمند کې ځان وژونکی حمله کړی ده . احمدی ویلی دی چی دا حمله ښی چی طالبان  په قدرت پسې ندی . هغه ویلی دی چی د ملا هیبت ا... زوی شل کلن وو .

د سعودی ولیعهد ګواښ وکړ: د قطر برخلیک د سیمې د هېوادونو په انتظار کښې دے. د سعودی د ولیعهد د دفتر مشر بدر عساکر په خپله ټوئیټری پاڼه کښې ولیکل چې د سعودی عرب ولیعهد ویلی دی چې د محاصره کونکو هېوادونو غوښتنې یوازې د قطر په اړه نه دی بلکه ټول هېوادونه پکښې شاملیږی .

یو امریکائی فوځی اعتراف وکړ چې په عراق کښې د خپل پینځه کلن شتون په دوران کښې یې د دغه هېواد له دوو زرو نه زیات خلق قتل عام کړی دی. د فاکس نیوز خبری سائیټ د رپوټ له مخې اته څلوېښت کلن ډلګۍ مشر ډیلارډ  جانسن د امریکې په تاریخ کښې یو ډېر زیات سخت زړۀ فوځی ګڼل کیږی چې خپله د هغه د اعتراف له مخې له 2005 نه تر 2010 کاله پورې موده کښې یې په عراق کښې د خپل شتون په دوران کښې دوه زره اوۀ سوه شپږ څلوېښت تنه قصداً قتل عام کړی دی.

ډېلارډ جانسن په عراق کښې د امریکې د فوځ په بې رحمانه اقداماتو باندې په اعتراف کښې وویل چې په عراق کښې یې د شتون په موده کښې حتی یوه ورځ هم داسې نه وه چې یو عراقے مو نه  وی وژلے.

د دغه امریکائی فوځی  د وېنا له مخې په عراق کښې د هغه وړومنۍ وژله د عراق له السماوه ښار سره نزدې له سورلو نه په یو ډک بس باندې د زغره وال ګاډی  ورخېژول وو چې پکې دیارلس عراقیان ووژل شول.

دا په داسې حال کښې دی چې د امریکې فوځ دغه فوځی ته د هغۀ د جنایتونو په بدله کښې د جنګ د اتل په توګه اوۀ دېرش مډالونه او تمغې ورکړی دی.

جانسن په  زیاتو نفسیاتی بیماریو اخته دے او ښځې ترې هم طلاق اخېستے دے.

په عراق کښې د امریکائی فوځیانو د بې رحمانه جنایتونو او  جرائمو زیات رپوټونه خپارۀ شوی دی.

د ملګرو ملتو په شمول د نړیوالو ادارو رپوټونه ښودنه کوی چې دعراق د قبضه کولو له وخت نه د امریکائی فوځیانو اقدامات د ښځو او ماشومانو په شمول د زرګونو عامه خلقو د قتل عام سبب شوی دی.