د ایران د زمری د ۵ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52840-د_ایران_د_زمری_د_۵_نیټې_مطبوعات
د ایران ولسمشر وویل د امریکا ځواب به ورکړو .ښاغلی روحانی ویلی دی واشنګټن د ایرانی ملت حقوقو ته په درناوی سره د خپلې دښمنۍ له ۴۰ کلنې تجروبې درس واخلی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2017 08:27 Asia/Kabul
  • د ایران د زمری د ۵ نیټې مطبوعات

د ایران ولسمشر وویل د امریکا ځواب به ورکړو .ښاغلی روحانی ویلی دی واشنګټن د ایرانی ملت حقوقو ته په درناوی سره د خپلې دښمنۍ له ۴۰ کلنې تجروبې درس واخلی

 

جمهوری اسلامی ورځپاڼه

 

دغې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ د ایران د ولسمشر او د اسلامی شورا د مشر انځورونه چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلی دی چی ایرانی مسولان د امریکا د نویو بایکاټونو په وړاندې یو موټې دریدلی دی .

ورځپاڼې په دې هکله  په یوه مفصل راپور کې د ښاغلی روحانی له خلې لیکلی دی چی اسلامی ایران به د امریکا د کانګرس  نوی حرکت ته حتما ځواب ورکړی .

دغه راپور زیاتوی چی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ایران په خلاف د امریکې د کانګرېس د وروستۍ مصوبې په ردعمل کښې وویل: ایران به د امریکې د کانګرېس د نوی ایرانی ضده اقدام په وړاندې غبرګون څرګند او پرېکنده ځواب به ورکړی.

 

د امریکې کانګرېس د تهران په وړاندې د واشنګټن د غلیمانه پالېسۍ په دوام کښې د ایران د بائیکاټونو جامع طرحه په 419 موافقو رایو سره تصویب کړه.

ډاکټر حسن روحانی د کابینې په غونډه کښې دې ته په اشارې سره چې امریکایانو څلوېښت کاله د ایران د املت په خلاف دباونه، بائیکاټونه او د سیمې د  ځینو هېوادونو لمسول او راغونډول تجربه کړل او په ټولو مرحلو کښې له ماتې سره مخامخ شوی دی څرګنده کړه: امریکایان پکار دی د ایران له ملت سره په مخامخېدنه کښې له خپلو پرله پسې ماتو څخه عبرت واخلی.

حسن روحانی زیاته کړه: که امریکه غواړی د مینځنی ختیځ حساسه سیمه ثبات او امن لرونکې سیمه وی او د دغې سیمې سمندری لارې د نړۍ لپاره د امن لارې وی نو پکار دی خپلو اوسنیو سیاستونو ته خاتمه ورکړی او پوهه دې شی چې د ایران ملت هیڅکله د دسیسو تر تاثیر لاندې نه راځی او خپلې لارې ته دوام ورکوی.

د ایران ولسمشر وویل: امریکه پکار دی د ایران د ملت د حقوقو احترام وکړی او په دې پوهه شی چې یوازې د خلقو د حقوقو د پوره کېدو، احترام او د سوله ایزې لارې په غوره کولو سره د امریکې د خلکو ګټې پوره کولې شی.

د ایران د مجریې قوې مشر همدارنګ وویل: د امریکې دښمنی یوازې د ایران له اسلامی جمهوری نظام سره دښمنی نه ده بلکه د امریکایانو لپاره د ایران د ملت مقاومت، ټینګه اودرېدنه او بېلګه جوړېدنه د زغم وړ چاره نه ده او دا نه شی منلې چې په دې  حساسه سیمه کښې ایران خپواکه او اغیز شیندونکې ووسی .

ولسمشر همدارنګ د ایران د دفاعی قدرت او بنیاد په مضبوطیه باندې په تاکید سره دا خبره په ګوته کړه چې ایران به خپلې ټولې دفاعی وسلې د نورو نظرونو ته بې له پامه پیاوړې کړی او د دې هېواد د فوځ، د پاسدارانو د لښکر، بسیج، پولیسو او امنیتی ځواکونو په شمول ټول وسله وال ځواکونه به د ایران د ستر ملت لخوا ملاتړ ولری.

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی هم ویلی دی چی د ایران پر ضد د امریکا بایکاټونه د ایټمی موافقې په خلاف دی .

 

شمالی کوریا ګواښ وکړ چی د امریکا په زړه به یوه بې رحمانه ایټمی حمله وکړی .

د اردن په زرګونو کسانو مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکړل او صیهونیسټ رژیم پرضد یې پراخې مظاهرې ترسره کړی .

د افغانستان په کندهار کې ۴۰ افغان عسکر وژل شوی دی .

 

د ایران د وسله والو ځواکونو لوے درستیز د سیمې بدلونونو او له تکفیری ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې د اسلامی مقاومت کامیابیو ته په اشارې سره تاکید وکړ: د استکبار، صهیونېزم او د آل سعود د قبیله ای جاهلیت د پالېسیو او سیاستونو پوره ماتې حتمی ده.

روسیه وایی چی د امریکا نویو بایکاټونو ته به درناکه ځواب ورکړو .

 

کیهان ورځپاڼه

نوموړی ورځپاڼۍ هم د ایران د ولسمشر دغه خبره راخیستی ده چی ویلی یې دی د امریکا د بایکاټ حربه ډیره سسته شوی ده .

 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د امریکې کانګرېس د ایران په خلاف د غېر اېټمی بائیکاټونو په تصویبولو سره د برجام کامیابه اجرا چې یوه څو اړخیزه او نړیواله موافقه ده په خطر کښې اچوی . ورځپاڼه د بهرام قاسمی له خلې لیکی امریکه پکار دی د برجام په بنیاد په خپلو ژمنو باندې عمل وکړی او د هېوادونو کورنۍ مصوبې د حکومتونو د نړیوالې ذمه وارۍ له اصل څخه د تېښتې لپاره بهانه نه شی کېدې.

 

قاسمی څرګنده کړه: د ایران اسلامی جمهوریت تر اوسه د اېټمی انرجۍ د نړیوال اژانس د تائید او د پینځه جمع یو ډلې د غړیو هېوادونو د اعتراف له مخې په برجام کښې په خپلو ژمنو پابند ؤ او دے او هیله لری چې د امریکې د حکومت په شمول نورې خواوې هم په خپلو ژمنو پابندې وی.

هغه تاکید وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت به د ملی ګټو د پوره کولو په لړ کښې متقابل او متناسب اقدام وکړی .

حماس له اسلامی هېوادونو څخه د اسرائیلو په خلاف د اقدام غوښتنه وکړه . د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه په یو پیغام کښې د اسلامی او عربی هېوادونو مشرانو او چارواکو ته په خطاب سره وویل: اسرائیلی رژیم اوس له بل هر وخت زیات په مسجدالاقصی کښې د خپلو دسیسو د عملی کولو په لټه کښې دے او له دغه مقدس ځاے څخه په ملاتړ کښې د هېوادونو د عملی اقداماتو وخت رارسېدلے دے.

اسماعیل هنیه وویل: صهیونېسټ رژیم په مسجدالاقصی باندې د پوره تسلط، د مسلمانانو او یهودیانو ترمېنځ د هغۀ د زمانی او مکانی تقسیم، د مسجدالاقصی د چارو په چلولو کښې د خپل رول د زیاتولو او په مقابل کښې په قدس شریف کشې د اسلامی اوقافو د تاریخی رول د محدودولو په لټه کښې دے.

 

په ملګرو ملتو کې د ایران د استازی مرستیال اسحاق ال حبیب جوته کړه د صیهونیست رژیم په لاس د فلسطینی ټاټوبیو نیواک د مینځنی ختیځ د درستو کړکیچونو په مرکز کې دی

د حزب ا... او سوریې په ګډو عملیاتو کې د عرسال ۹۲ فیصده لوړې ازادې شوی دی .

د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې د ملګرو ملتو استازی وویل اسراییل ۵۰ کاله کیږی چی نیواکګری کوی ، غزه به یوازې پرنږدو .

د دو اردنی ځوانانو د جنازې په دستورو کې امان یو موټې اسراییل پرضد ودریده .

د کډوالو پرضد د فرانسې د پولیسو تاوتریخوالی د بشری حقوقو د څارونکیو اعتراض راوپاروه .

د امریکا سی ای اې اعتراف وکړ چی په وینزویلا کې له بلوه ګرو ملاتړ کوی .

جنرل باقری وویل  په سیمه کښې د استکبار او صهیونېزم پوره ماتې حتمی ده . د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د لښکر د زمکنی ځواک د اطلاعاتو د شهیدو سردارانو د یاد په مراسمو کښې په یو پېغام کښې وویل: د سیمې د حساسو او برخلیک ټاکونکو حالاتو او په موصل کښې د داعش د ترهه ګرې ډلې د خودساخته خلافت په دړې وړې کېدو سره  له تکفیری ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې د اسلامی مقاومت د حېرانونکو کامیابیو درک کول ضروری دی.

 

جنرل محمد باقری زیاته کړه: د استکبار، صهیونېزم او د آل سعود د قبیله ای جاهلیت د سیمه ایزو سیاستونو پوره ماتې او له سترې تاریخی او سختې مرحلې څخه د اسلامی نړۍ او د ایران د ملت کامیابه او سرلوړې تېرېدنه د نوی اسلامی تمدن دروازو ته د رسېدو زېرے ورکوی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوے درستیز همدارنګ تاکید وکړ:د اسلامی انقلاب او ایران تاریخ د هغو مېړنو کسانو د شتون د تجلۍ ځاے دے چې د خداے پاک په یاد او نوم سره یې د خطر په وړاندې سینه ډال کړه او د قرآن او اسلام له دښمنانو سره د جنګ په مېدانونو کښې  یې د دښمنانو آرمانونه او آرزوګانې وسوزولې

د حماس د سیاسی دفتر مشر وویل: د فلسطین ملت او د مسلمانانو نور ملتونه د اسرائیلو هر ډول اقدامات چې په مسجدالاقصی باندې دمطلق اسلامی حاکمیت  کمول باطل  بولی .

 

اطلاعات ورځپاڼه

 

د ایران ولسمشر وویل د امریکا ځواب به ورکړو .ښاغلی روحانی ویلی دی واشنګټن د ایرانی ملت حقوقو ته په درناوی سره د خپلې دښمنۍ له ۴۰ کلنې تجروبې درس واخلی .

د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بری وویل حزب ا... د درست لبنان په نیابت له ترهه ګرو سره جنګیږیږی .

تهران د ۲۰۱۷ میلادی کال د کامپیوټر د نړیوال المپیاد د ۸۴ هیوادونو کوربه دې .

فرانسې د ایران پرضد د امریکا د نویو بایکاټونو پرضد په لومړنی غبر ګون کې وویل بایکاټونه له نړیوالو قوانینو سره په تضا د کې دی .

امریکایی ایتلاف په سوریه کې په لسګونو بې ګناه کسان ووژل

 

شمالي کوریا وویل د امریکا هر ډول محاسباتي غلطي به د پیونګ یانګ له ایټمي حملې سره مخامخ شي.

 

د شمالي کوریا د وسله والو ځواکونو لوړ پوړي غړي پرون د دوو کوریاګانو تر مینځ د جنګ د ختمیدو د کلیزې په مناسبت وویل که دښمنان زمونږ په خلاف له ځینو لارو په تیره بیا ایټمي لارې کار واخلي  مونږ به هم بې له لومړي خبرداري  په امریکا ایټمي حمله وکړو.

شمالي کوریا دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې ویل کیږي دغه هیواد  په نولس سوه درې پنځوسم کې  د جولایي په اوه ویشتمه د دوو کوریاګانو د جنګ د بندیدو  په کلیزه کې د یو نوي توغندي د ازمویلو لپاره ځان تیاروي.

 امریکایی مقامات وایي چې د شمالي کرویا  په لویدیځ کې کاسونګ ښار ته ځینې تجهیزات وړل شوې چې  په راتلونکو څو ورځو کې په مینځ مهاله واټن سره د  بالسټک توغندي د ازمویلو لپاره  د تیارۍ ښودنه کوي.

شمالي کوریا د جولایي په څلوریمه وویل چې خپل لومړی بالسټک توغندی یې ازمویلی چې ایټمي خولۍ هم وړلی شي.

 

د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په اړه د اسلامی تعاون د تنظیم پرېکړلیک د دغه هېواد له ردعمل سره مخامخ شو.