روحانی: ایران د دښمنانو لخوا د ګوښه کېدو تپل نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i53350-روحانی_ایران_د_دښمنانو_لخوا_د_ګوښه_کېدو_تپل_نه_منی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل: د ایران اسلامی جمهوری نظام که څه هم د عزتمندۍ لپاره د هېواد د خپلواکۍ قیمت ادا کړے او ادا کوی یې خو د دښمنانو لخوا د ګوښه کېدو تپل به هیڅکله ونه منی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2017 09:19 Asia/Kabul
  • روحانی: ایران د دښمنانو لخوا د ګوښه کېدو تپل نه منی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل: د ایران اسلامی جمهوری نظام که څه هم د عزتمندۍ لپاره د هېواد د خپلواکۍ قیمت ادا کړے او ادا کوی یې خو د دښمنانو لخوا د ګوښه کېدو تپل به هیڅکله ونه منی.

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائیټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحانی نن د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای لخوا د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د حکم له تنفیذه وروسته وویل: ایران په نړیوال نظام  کښې د فعاله ګډون نه کولو لپاره د بدخواهانو غوښتنې ته نه تسلیمیږی او د بشری تجربې له بدلونونو او لاسته راوړنو څخه لرې پاتې کېدل به هم ونه منی.

روحانی د دې په بیانولو سره چې د ګډ اقدام بشپړه پروګرام یعنې برجام په نړیواله سطح کښې د رغانده او موثره تعامل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د روغ نیت نښه وه زیاته کړه:ایران اوس په ځان باندې په اعتماد سره له مخکې نه زیات د یو ملت چې د 2017 روان میلادی کال د مۍ د نولسمې د انتخاباتو ستره حماسه یې رامنځته کړه په ملاتړ سره  د اساسی قانون په چوکاټ کښې له نړۍ سره په رغانده او موثره تعامل باندې تاکید کوی.

هغه دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامی جمهوری نظام د خلقوپه رایو باندې تکیه لری څرګنده کړه: د خلقو شتون د دې سبب کیږی چې د ایران اسلامی جمهوری نظام له بندون سره مخامخ نه شی.