روحانی: برجام د ایران، سیمې او نړۍ په ګټه دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54020-روحانی_برجام_د_ایران_سیمې_او_نړۍ_په_ګټه_دے
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: د ګډ اقدام بشپړه پروګرام یا برجام د ایران، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دے او هر څوک چې غواړی برجام ته زیان ورسوی نو خپل ځان او خپل هېواد ته زیان رسوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 10:05 Asia/Kabul
  • روحانی: برجام د ایران، سیمې او نړۍ په ګټه دے

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: د ګډ اقدام بشپړه پروګرام یا برجام د ایران، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه دے او هر څوک چې غواړی برجام ته زیان ورسوی نو خپل ځان او خپل هېواد ته زیان رسوی.

ډاکټر حسن روحانی نن د کابینې په غونډه کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه او وې ویل: په دې اړه د امریکې د ولسمشر ادعا چې برجام د امریکې د تاریخ یوه ډېره بده موافقه ده صحیح نه ده ځکه چې هغه څه چې په برجام کښې اهمیت لری د ټولو خواو د تفاهم او ګټې موضوع ده او هیڅکه د ګټې او تاوان خبره مطرح نه ده.

روحانی دا خبره څرګنده کړه چې که امریکه وغواړی د برجام په خلاف اقدام وکړی نو ټوله نړۍ به د امریکې په خلاف اودریږی، ځکه چې د نړۍ هېوادونه د هغه چا په خلاف دی چې وغواړی برجام کمزورے کړی.

روحانی همدارنګ وویل: د ایران حکومت په عمل کښې د اقتصادو ژغورنه، له نړۍ سره رغانده تعلقات او د اخلاقو احیا په اړه د خپل شعار د پوره کولو په لاره کښې ښه او مهم ګامونه پورته کړی دی.

د ایران ولسمشر د اګست په پینځمه نېټه په تهران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسمې دورې د سوګند په مراسمو کښې د یو سل پینځو هېوادونو او نړیوالو ادارو استازیو او یو سل دېرشو لوړرتبه بهرنیو چارواکو ګډون ته په اشارې سره تاکید وکړ: ځینې غواړی ایران په نړۍ کښې ګوښې ته کړی، خو نړۍ په اوچت غږ سره اعلان وکړ چې ایران ګوښې ته نه دے.