د عراق امنیت د ایران امنیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54048-د_عراق_امنیت_د_ایران_امنیت_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان وايي: ایران د عراق امنیت او پرمختګ، خپل امنیت او پرمختګ ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2017 15:15 Asia/Kabul
  • د عراق امنیت د ایران امنیت دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان وايي: ایران د عراق امنیت او پرمختګ، خپل امنیت او پرمختګ ګڼي.

برید جنرال حسین اشتري نن په تهران کښې د عراق د کورنیو چارو د وزیر قاسم الأعرجي په کتنه کښې د ترهګرو ډلو په وړاندې د عراق د ولس او پوځ د مقاومت په قدرونې سره زیاته کړه: د ایران پولیس چمتو دي چې خپلې تجربې د عراق پولیسو ته منتقلې کړي او د ترهګرو په وړاندې د عراق د پولیسو له تجربو ګټه پورته کړي.

هغه ایران او عراق د ګډ دښمن او هدف لرونکي هیوادونه وبلل او څرګنده یې کړه: دواړه هیوادونه باید د خپلواکۍ په ساتلو سره هڅه وکړي چې پردي له خپلو خاورو لرې او د داعش پاتې شوني نابود کړي.

برید جنرال اشتري په عراق کښې له موجودو زیارتونو سره د ایران د خلکو او همداشان په ایران کښې د اتم معصوم امام، امام رضا علیه السلام له پاکې روضې سره د عراق د خلکو مینه د دواړو هیوادونو اشتراک وباله او څرګنده یې کړه: ایران او عراق باید په حسیني اربعین کښې د عراق د زیارتونو په لور د میلیونونو ایراني زیارتوالو د پلي تګ په لړ کښې د نظم او اصولو د خیال ساتنې په موخه یوه ځانګړې غږملتیا ترسره کړي.

په همدې لړ کښې نن په تهران کښې د ایران او عراق د داخله وزیرانو عبدالرضا رحماني فضلي او قاسم الأعرجي لخوا د حسیني اربعین د مراسمو د ترسره کولو په هکله د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا یوه هوکړه لاسلیک شوه.