د حج مناسک د مسلمانانو د یووالي او پيوستون سمبول دی
Aug 31, 2017 12:55 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر د نیکمرغه لوې اختر په پيغام کښې د اسلامي هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو او د اسلامي نړۍ ځینو شخصیتونو ته مبارکي وویله.
علي لاریجاني نن سهار په دغه پيغام کښې د ابراهیمي حج مناسک د مسلمانانو د یووالي او پيوستون سمبول وباله او څرګنده یې کړه: د مسلمانانو ترمینځ د تفاهم رامینځته کول او د ورورولی ټینګښت د حج یو اصلي هدف او فلسفه ده او له اختلافاتو او تفرقې لرې کیدل او ورورولي او یوزړه توب د حج په سترو مناسکو کښې د اسلامي امت د نن ورځې ضروري اړتیا ده.
د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ چې په ګډو هلوځلو سره د اسلامي نړۍ ننۍ ستونزې ختمولی شو څو اسلامي امت په نړیوالو مناسباتو کښې خپل وړ او غوره موقعیت ته ورسیږي.
ټیګونه