د فلسطین دفاع او ژغورنه د اسلامي امت پریکنده دنده ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي هیوادونو د مشرانو او د اسلامي نړۍ د ټولو عالمانو او پوهانو دنده د وحدت رامینځته کونه، ولسونو ته د پوهې ورکونه او په اسلامي هیوادونو کښې د ترخو غمیزو چټکه درونه وبلله.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د بیت ا... الحرام حاجیانو ته په یو پيغام کښې د مسلمانانو په مینځ کښې د سلطې د نظام نفاق اچونکو سیاستونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له فلسطینه دفاع او د هغه ولس سره ملګرتیا چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي، زمونږ ټولو ډیره مهمه دنده ده.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود مسلمانه ټولنه د حج د بې سارې فریضې هردواړه معنوي او سیاسي ، فردي او ټولنیزو اړخونو ته اړمنه وبلله او څرکنده یې کړه: له یوې خوا د مادي ګروهنې جادو د پرمختللو اوزارونو څخه په استفادې سره د انسانانو د غولولو او تباه کولو په حال کښې ده او له بلې خوا د سلطې د نظام سیاستونه د مسلمانانو په مینځ کښې د فتنې اچولو او د دښمنۍ د اور بلولو او د ناامنۍ او اختلاف په دوزخ باندې د اسلامي هیوادونو د بدلولو په کار لګیا دي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي ټینګار وکړ: حج د اسلامي امت د دغو دوو سترو دردونو شفا بخښونکي درمل کیدلی شي، هم زړونه له زنګونو څخه پاک او د تقوا او معرفت په نور یې روښانه کوي او هم سترګې د اسلامي نړۍ په ترخو واقعیتونو باندې رڼوي او هم له هغو سره د مقابلې لپاره هوډونه کلک او ګامونه ټینګ او لاسونه او ذهنونه چمتو کوي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د دې ټکي په بیانولو سره نن ورځ اسلامي نړۍ له ناامنۍ سره مخامخه ده، څرګنده کړه: اخلاقي او معنوي ناامني او سیاسي ناامني زمونږ د غفلت او د دښمن د بې رحمانه یرغل ستر لامل دی او مونږ د خبیث دښمن د یرغل په وړاندې په خپلې دیني او عقلي دندې عمل نه دی کړی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: صهیونیسټ دښمن د اسلامي نړۍ د جغرافیې په زړه کښې د فتنې اچولو په حال کښې دی. او مونږ د فلسطین د ژغورلو له حتمي دندې څخه غافل شوي، په سوریې، عراق، یمن، لیبیا او بحرین کښې په کورنۍ جګړې اخته شوي او په افغانستان او پاکستان او نورو ځایونو کښې له ترهګرۍ سره په مقابلې بوخت شوي یو.
معظم رهبر څرګنده کړه: د اسلامي هیوادونو مشران او د اسلامي نړۍ سیاسي، دیني او کلتوري پوهان او عالمان درنې دندې لري، د وحدت د رامینځته کولو او د قومي او مذهبي شخړو څخه د ټولو د لرې کولو، د ښکیلاک او صهیونزم د دښمنۍ او خیانت له رودو څخه د ولسونو د خبرولو، د نرم او سخت جنګ په بیلابیلو ډګرونو کښې له دښمن سره د مقابلې لپاره د ټولو د سنبالولو دنده او په اسلامي هیوادونو کښې د غمیزناکو پیښو د چټکې درونې وظیفه چې نن سبا د یمن د پيښو په شان ترخه بیلګه یې په ټوله نړۍ کښې د ویر او اعتراض سبب شوې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: د میانمار د مظلومو مسلمانانو په شان د ستم ځپلو لږکیو څخه غوڅه دفاع او ترټولو لامهمه د فلسطین څخه د دفاع او د هغه ولس سره د ملګرتیا وظیفه چې نزدې اویا کاله کیږي د خپل غصب شوي هیواد لپاره مبارزه کوي یوه اړینه چاره ده.