ایراني حاجیان نن د منا د شهیدانو یاد لمانځي
Sep 02, 2017 08:09 Asia/Kabul
ایراني حاجیان نن شپه په منا کښې، په همدغه ځاې کښې د وړم کال د غمیزې د مظلومو شهیدان یاد لمانځي.
د ۲۰۱۵ کال د ستمبر په ۲۴ نیټه د ۴۶۴ ایراني حاجیانو په شمول څه باندې اوه زره زیارتوال په منا کښې د مج د مناسکو د ترسره کولو په وخت د آل سعود چارواکو د بد مدیریت په وجه ووژل شول.
دغه اوه زره کسان د منا په ګرم موسم کښې د تندې په حال کښې په ډیر مظلومیت سره شهیدان شول.
ټیګونه