د ایران توانمن اولادونه د ویاړ لامل دي
د ایران د ټولو قواو معظم قومندان نن د ایران د پوځ د خاتم الانبیاء(ص) دافع هوا مرکز د قومندانانو او مسئولانو په کتنه کښې وویل: د ایران توانمن اولادونه هم په ایران کښې او هم د نړۍ په علمي او ټیکنالوجیکي مرکزونو کښې ویاړمن دي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي باتدبیره، باتور او نه ستړې کیدونکی انساني ځواک په خنډونو باندې د برلاسي کیدو او ورڅخه د تیردو بنیاد او اساس وباله او ویې ویل: د وسله والو ځواکونو او همداشان د علم او ټیکنالوجۍ په برخو کښې پریمانه پرمختګونه د ایران په ځوان او انګیزه لرونکي انساني ځواک کښې د توانمنۍ د شتون ښودونکي دي.
معظم رهبر د ایران د ځینو ستونزو علاج د دې خوټیدونکو وړتیاو او توانمنیو فعالول او کارول وبلل او په دافع هوا مرکز کښې د پوځ او سپاه د غږملتیا او همداشان د اړتیاو او کمښتونو په پوره کولو کښې له دفاع وزارت، پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د دغه مرکز د ملګرتیا په قدرونې سره زیاته کړه: کار او زیار ته له مخکښې نه په زیاتې چټکتیا سره دوام ورکړئ او د ایران د ځان بسیاینې په لړ کښې د نویو او نوښتګرو طرحو په وړاندې کولو سره پرمخ لاړ شئ.
د ایران د ټولو قواو مشر قومندان د ایران د پوځ خاتم الانبیاء دافع هوا مرکز د هیواد د حیثیت او موجودیت له نظره د دفاع په وړومبی کرښه کښې وباله او د وسله والو ځواکونو په شمول د بیلابیلو برخو په پرمختګ کښې د انساني ځواک بې بدیله رول ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ: باید په دوامداره کار او کوشش سره د انساني ځواک بې شمیره وړتیاوې وغوړوئ او هغه د ایران د کمښتونو او اړتیاو په پوره کولو کښې وګرځوئ.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي له ګواښونو سره د مقابلې په وړومبی کرښه کښې خدمت د ایران د پوځ په دافع هوا مرکز کښې د غیرتي، مومنو او شریفو ځواکونو لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله او ویې فرمایل: په دافع هوا مرکز کښې ډیر ښه کارونه ترسره شوي چې په دغه ځواک کښې د هوډ، انګیزې او توانمنۍ د شتون ښودنه کوي.