د ایرانیانو ترمینځ هیڅ مذهبي، قامي او نسلي توپیر نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i55473-د_ایرانیانو_ترمینځ_هیڅ_مذهبي_قامي_او_نسلي_توپیر_نشته
د زاهدان د مکي جومات ملاامام او د اهل سنتو د علمیه حوزې مدیر مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي تیره میاشت د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته په یو لیک کښې په ایران کښې د اهل سنت مسلمانانو ځینې ستونزې په ګوته کړې وې او په دې لړ کښې یې د دوي حکم غوښتی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2017 15:54 Asia/Kabul
  • د ایرانیانو ترمینځ هیڅ مذهبي، قامي او نسلي توپیر نشته

د زاهدان د مکي جومات ملاامام او د اهل سنتو د علمیه حوزې مدیر مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي تیره میاشت د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته په یو لیک کښې په ایران کښې د اهل سنت مسلمانانو ځینې ستونزې په ګوته کړې وې او په دې لړ کښې یې د دوي حکم غوښتی و.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د زاهدان د اهل سنتو د دارالعلوم د مدیر د لیک په ځواب کښې ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت ټول ارکان او ارګانونه دنده لري چې د دیني معارفو او اساسي قانون له مخې د ایرانیانو ترمینځ که هغه له هر قام، توکم او مذهبه وي، هیڅ ډول نابرابري ونه کړي.

د زاهدان د مکي جومات ملاامام او د اهل سنتو د علمیه حوزې مدیر مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي تیره میاشت د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته په یو لیک کښې په ایران کښې د اهل سنت مسلمانانو ځینې ستونزې په ګوته کړې وې او په دې لړ کښې یې د دوي حکم غوښتی و.

ایرنا خبري آژانس نن لیکلي چې حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یاد لیک کښې څرګنده کړې ده: ټول باید د یوبل ترڅنګ او سره په کوټلو واحدو صفونو کښې د اسلامي ایران د عزت او سرلوړۍ په فکر کښې ووسي او په دې لړ کښې هلې ځلې وکړي او پرې نږدي چې د دې وطن دښمنان او ورپورې پيئلي خنّاسان په دې واحد صف کښې تفرقه واچوي او کارړنګونه وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر له اسلامي جمهوري نظام سره د مولوي عبدالحمید د مینې څرګندونې او د ایران او د اسلامي انقلاب له لوړو ارمانونو د هغه د ملاتړ او دفاع په قدرونې سره ټینګار وکړ: هیله ده چې د اسلامي تعلیماتو په رڼا کښې او د ایران د اساسي قانون په اصولو باندې په پابندۍ سره مونږ ټول د یو ایراني په توګه وتوانیږو د هیواد د لوړاوي او د ملي ګټو د برابرولو او د وحدت و یووالي د پياوړتیا په لاره کښې ګام واخلو او د دیني او ملي دندو په ترسره کولو کښې خپل رول ولوبوو.