دسلطه ګرنظام هرغلط خوځښت به دایران له خوا سخت ځواب ووینی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56161-دسلطه_ګرنظام_هرغلط_خوځښت_به_دایران_له_خوا_سخت_ځواب_ووینی
امریکایان دې پوه شی ، دایران ملت به پخپلو شریفو او قدرتمندو دریځونو ولاړ وی او له ملی ګټو سره په اړونده مهمو موضوعګانو کې د ایران په ډیکشنرۍ کې شاتګ نشته او په وړاندې به لاړ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • دسلطه ګرنظام هرغلط خوځښت به دایران له خوا سخت ځواب  ووینی

امریکایان دې پوه شی ، دایران ملت به پخپلو شریفو او قدرتمندو دریځونو ولاړ وی او له ملی ګټو سره په اړونده مهمو موضوعګانو کې د ایران په ډیکشنرۍ کې شاتګ نشته او په وړاندې به لاړ شی .

داسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ کمانډرانچیف  حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه ای  نن   دپوځی علومو  دپوهنتون  د فارغ التحصیلانو  پریډ په دستورو کې پخپلې وینا  کې دجامعې ایټمی موافقې  په موضوع کې دامریکا  ګستاخۍ اوسپین سترګیتوب ته  اشاره وکړه او  وې فرمائیل ؛  امریکا   دجامعې ایټمی موافقې  په  موضوع کې  هره ورځ له خپلې خوا  شیطنت او شرارت  نندارې ته وړاندې کوی  چې   داحضرت امام خمینی  د  هغه فرمائش   دسموالی  ښودنه کوی چې پکې ئې امریکا ستره شیطانه بللې  او په حقیقت کې   دامریکا رژیم خورا لوی او خبیث شیطان دی . 

  حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  جوته کړې ،   دبرجام په خبرواترو کې  له ډیرو بحثونو او ژمنو سره سره     له دغو خبرواترو سره  دامریکا چلند  او دهغو نتیجه ، په بشپړ ډول ظالمانه ،بدماشی اوسرزوری ده .   

 دوی ټینګار کړی ،  امریکایان دې پوه شی ،  دایران ملت  به پخپلو شریفو او قدرتمندو  دریځونو  ولاړ وی او   له ملی ګټو سره  په اړونده مهمو موضوعګانو کې   د ایران  په  ډیکشنرۍ  کې شاتګ نشته او  په وړاندې به لاړ شی .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز  د ایران  له ملت سره  دزیاتیدونکی دښمنۍ علت  دنورو ملتونو لپاره   الهام بخښنه  وبلله او زیاته ئې کړه ،دامریکادروغجن، دوکه باز او  فاسد مسئولان  ، په سپین سترګیتوب سره  دایران  ملت او داسلامی جمهوری نظام   په دروغو تورنوی ، په داسې حال کې چې  دایران ملت  صادقانه حرکت  او اقدام کوی او  صادقانه به  تر آخره پورې  دغې لارې ته دوام ورکړی .

 دایران ددرستو قواؤ کمانډرانچیف   په سیمې کې  د نفوذ  او دخپلو نارواؤ ګټو دتامینولو او دغه راز د ملتونو دکمزوری کولو لپاره   دامریکا او صهونزم  شرارتی اوشیطنتی  لاسوهنو ته په اشارې سره  وفرمائیل ؛  دوی یوه ورځ داعش  راپنځوی  ، او کله چې  دمومنو ځوانانو اومبارزانو په همت سره  داعش خپلو روستیو سلګیو ته ورسیږی ، نو  بیا په نورو خبیثو لارو چارو پسې شی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دسلطه ګرو قدرتونو په تیره بیا دامریکا  له نفوذ او تمدار خوئ سره  دمقابلې یوازینۍ لاره  د سیمې دملتونو او حکومتونو دتوانمنیو احساسول او دهغو کارول وبلل او ټینګار ئې وکړ ،  که  شاتګ وکړو  ،نو دښمن اوغلیم به  څو ګامه مخکې  راشی .