دسلطه ګرنظام هرغلط خوځښت به دایران له خوا سخت ځواب ووینی
امریکایان دې پوه شی ، دایران ملت به پخپلو شریفو او قدرتمندو دریځونو ولاړ وی او له ملی ګټو سره په اړونده مهمو موضوعګانو کې د ایران په ډیکشنرۍ کې شاتګ نشته او په وړاندې به لاړ شی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ کمانډرانچیف حضرت آیت ا....العظمی سید علی خامنه ای نن دپوځی علومو دپوهنتون د فارغ التحصیلانو پریډ په دستورو کې پخپلې وینا کې دجامعې ایټمی موافقې په موضوع کې دامریکا ګستاخۍ اوسپین سترګیتوب ته اشاره وکړه او وې فرمائیل ؛ امریکا دجامعې ایټمی موافقې په موضوع کې هره ورځ له خپلې خوا شیطنت او شرارت نندارې ته وړاندې کوی چې داحضرت امام خمینی د هغه فرمائش دسموالی ښودنه کوی چې پکې ئې امریکا ستره شیطانه بللې او په حقیقت کې دامریکا رژیم خورا لوی او خبیث شیطان دی .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړې ، دبرجام په خبرواترو کې له ډیرو بحثونو او ژمنو سره سره له دغو خبرواترو سره دامریکا چلند او دهغو نتیجه ، په بشپړ ډول ظالمانه ،بدماشی اوسرزوری ده .
دوی ټینګار کړی ، امریکایان دې پوه شی ، دایران ملت به پخپلو شریفو او قدرتمندو دریځونو ولاړ وی او له ملی ګټو سره په اړونده مهمو موضوعګانو کې د ایران په ډیکشنرۍ کې شاتګ نشته او په وړاندې به لاړ شی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د ایران له ملت سره دزیاتیدونکی دښمنۍ علت دنورو ملتونو لپاره الهام بخښنه وبلله او زیاته ئې کړه ،دامریکادروغجن، دوکه باز او فاسد مسئولان ، په سپین سترګیتوب سره دایران ملت او داسلامی جمهوری نظام په دروغو تورنوی ، په داسې حال کې چې دایران ملت صادقانه حرکت او اقدام کوی او صادقانه به تر آخره پورې دغې لارې ته دوام ورکړی .
دایران ددرستو قواؤ کمانډرانچیف په سیمې کې د نفوذ او دخپلو نارواؤ ګټو دتامینولو او دغه راز د ملتونو دکمزوری کولو لپاره دامریکا او صهونزم شرارتی اوشیطنتی لاسوهنو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ دوی یوه ورځ داعش راپنځوی ، او کله چې دمومنو ځوانانو اومبارزانو په همت سره داعش خپلو روستیو سلګیو ته ورسیږی ، نو بیا په نورو خبیثو لارو چارو پسې شی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای دسلطه ګرو قدرتونو په تیره بیا دامریکا له نفوذ او تمدار خوئ سره دمقابلې یوازینۍ لاره د سیمې دملتونو او حکومتونو دتوانمنیو احساسول او دهغو کارول وبلل او ټینګار ئې وکړ ، که شاتګ وکړو ،نو دښمن اوغلیم به څو ګامه مخکې راشی .