د سیمې په پولو کښې هرډول بدلون خطرناک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i56269-د_سیمې_په_پولو_کښې_هرډول_بدلون_خطرناک_دی
د ملګرو ملتو سرمنشي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په برجام کښې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی، د ټولو لورو لخوا د دې موافقې په بشپړې او دقیقې اجرا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2017 07:06 Asia/Kabul
  • د سیمې په پولو کښې هرډول بدلون خطرناک دی

د ملګرو ملتو سرمنشي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په برجام کښې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی، د ټولو لورو لخوا د دې موافقې په بشپړې او دقیقې اجرا ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق په کردستان سیمه کښې د ټولپوښتنې موضوع او د سیمې د هیوادنو د سرحدونو او جغرافیا د بدلولو په لړ کښې هرډول خوځښت خطرناک وباله.

ډاکټر حسن روحاني پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې ترڅنګ د دغه سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په کتنه کښې، د ملګرو ملتو په شمول ټول نړیوال د عراق د اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې او ورڅخه پریکنده ملاتړ ته وبلل او ویې ویل: د سیمې د ستونزو د هواري لپاره باید سیاسي حل لارې ولټولی شي.

ولسمشر روحاني د سیمې د ستونزو د هواري لپاره له ملګرو ملتو سره د خپلو ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د ایران د چمتووالي په اعلانولو سره زیاته کړه: د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) په سیمه او نړۍ کښې د سولې او ثبات لپاره یو ښه سمبول ګرځیدی شي او د برجام په پياوړتیا او ملاتړ کښې په تیره بیا د هغو په وړاندې چې د ژمنو خلاف ګام پورته کوي د ملګرو ملتو د سرمنشي او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مسئولیت ډیر مهم دی.

په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د عراق په کردستان کښې د ټولپوښتنې موضوع ته په اشارې سره د دغه هیواد له اساسي قانون او ځمکنۍ بشپړتیا د پریکنده ملاتړ په ترڅ کښې وویل: د عراق یا سوریې هرډول ویشل د سیمې د ثبات لپاره هیڅ ګټه نه لري او د ملګرو ملتو سازمان په سیمه کښې د سولې او امنیت د ستنو په پیاوړتیا کښې له ایران سره ملګرتیا ته چمتو دی.

ګوتریش ټينګار وکړ چې په سوریې او عراق کښې روان مشکلات له سیاسي لارې او د ټولو لورو په خبرواترو سره هواریدی شي.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په برجام کښې پر خپلو ژمنو عمل کړی دی، د ټولو لورو لخوا د دې موافقې په بشپړې او دقیقې اجرا ټینګار وکړ.