امریکا غواړي چې کردستان له عراقه بیل کړي
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر وویل: امریکا د عراق کردستان سیمه له دغه هیواده بیلول غواړي څو یو بل اسرائیل جوړ کړي.
آیت ا... احمد جنتي نن په تهران کښې د رهبرۍ د خبرګانو شورا د دریمې رسمې غونډې په پرانسته کښې د عراق په کردستان سیمه کښې د ټول پوښتنې ترسره کیدو په هکله خبرداري سره څرګنده کړه: دا غوښتنه د امریکې، سعودي عربستان او صهیونیسټي رژيم ده او هغوي غواړي چې په دې کار سره مسلمانان کمزوري کړي.
آیت ا... جنتي زیاته کړه: دا ډول دسیسې نه کامیابیږي خو باید احتیاط وشي او د عراق په کردستان سیمه کښې د ټول پوښتنې مخه ونیوی شي.
د ویلو ده چې د عراق د کردستان سیمې ځینو ګوندونو د روان ۲۰۱۷ کال د جون په اومه نیټه د دغې سیمې د مشر مسعود بارزاني په شتون سره یوه غونډه کښې د ستمبر په ۲۵ نیټه له عراقه د کردستان سیمې د بیلیدو د ټولپوښتنې له ترسره کیدو سره موافقه وکړه.
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو شورا مشر همداشان په دې خبرې سره چې په میانمار کښې د مسلمانانو د نسل وژنې په وړاندې د مسلمانانو چپتیا د هغوي لپاره ګرانه تمامیږي، څرګنده کړه: په دې لړ کښې د ایران د خواخوږۍ څرګندول ډیر اهمیت لري او نور هیوادونه هم باید پکښې باید له ایران سره ملګري شي.
آیت ا... جنتي همداشان د مقدسې دفاع اونۍ د متعال خدای لخوا یو نعمت وباله او زیاته یې کړه: د مقدسې دفاع پړاو د ایران اسلامي جمهوري نظام او د شهادت غوښتنې او ایثار پیاوړتیا او روح ژوندی کړی دی.
د ویلو ده چې د رهبرۍ د خبرګانو دریمه غونډه سبا مازیګر د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره پاې ته رسي.