دامریکاشخصیتونه دټرمپ په څیردولسمشرپه درلودلوشرم احساسوی
د اسلامی ایران اغیزشیندنې اوشتون، په سیمې کې دامریکا اوصهونیسټ رژیم دپلانونو او غوښتنو د نه پوره کیدا لامل شوی اوهمدا، د هغوی د عصبانیّت او لالهاندۍ دلیل دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای نن درهبرۍ د خبرګانو د شوراله مشر اواستازو سره په کتنې کې دایران دملت د بدغواړو دعصابیّت یو دلیل په سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو کې د اسلامی نظام دزیاتیدونکی پرمختګ او قدرت وباله او وې فرمائیل؛ دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا د امریکا دملت لپاره ویاړمنه نه وه او باید دامریکا شخصیتونه له دغو څرګندونو او د دغه شان ولسمشر په درلودلو شرم احساس کړی چې د شرم دغه احساس ئې بیان کړی هم دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، امریکایانو له کلونو راهسې دلویدیځی آسیا سیمې لپاره ځینی نقشې او پلانونه درلودلی او نامه ئې هم :نوی مینځنی ختیځ ،یا ستر مینځنی ختیځ کیښودلې وه ، او د دغه پلان درې اصلی چورلیزونه هم ،عراق ،سوریه او لبنان وو ، خو په هر درو واړو هیوادونو کې ئې ماته خوړلې ده .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای روښانه کړې ، البته اوس دسیمې واقعیتونه په یوه بل ډول دی ،ځکه دوی ونه توانیدل په لبنان کې کوم کار پرمخ بوځی ، په عراق کې دهغوی دغوښتنوپه اپوټه کارونه شوی او په سورئې کې هم د امریکا او د هغو دمتحدانو له بې شمیره جنایتونو او د دغه هیواد د بې ګناه خلکو له عامو وژلو او له تکفیری ترهه ګرو ډلو په پراخو ملاتړونو سره سره ، دم ګړۍ داعش ډله دخپلې لارې آخر ته رسیدلی او دالنصره جبهې په څیر تکفیری ډلې هم منزوی شوی دی .
دوی دغه راز وفرمائیل ؛ د اسلامی ایران اغیزشیندنې اوشتون، په سیمې کې دامریکا اوصهونیسټ رژیم دپلانونو اوغوښتنو د نه پوره کیدا لامل شوی اوهمدا، د هغوی د عصبانیّت اولالهاندۍ دلیل دی .
داسلامی انقلاب د معظم لا رښود له وینا مخکې د رهبرۍ دخبرګانو شورا مشر آیت ا.. احمد جنتی داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ا نقلابی دریځونه دولس د ولولې او جذبې لامل وبلل اوزیاته ئې کړه ، انقلابی شونه دبریالیتوب شرط دی او که انقلابی نه شوو، نو هیڅ نتیجه نشو ترلاسه کولی.