صهیونیسټ رژیم د نوی اسرائیل د جوړولو هڅه کوی
-
د کره سندونو او شواهدو پراساس امریکا او اسرائیل دعراق د کردستان مسلې په اړه یوه(۱) کلي توافق ته رسیدلي دي .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای بیګا دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کښې دعراق په کردستان سیمه کښې دټولپوښتنې له ترسره کیدا د امریکا او د صهیونیسټ رژیم ګټو ته په اشارې سره وفرمائیل امریکا او خارجی قدرتونه د باور وړ نه دی او هغوې په سیمه کښې دیوه(۱) نوی اسرائیل د جوړولو هڅه کوی .
دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود دعراق په کردستان کښې دټولپوښتنې ترسره کیدل له سیمې سره خیانت او د سیمې راتلونکی ته ګواښ وباله او دګاونډیو هیوادونو لپاره ددغه چارې اوږدمهاله عوارضو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ ایران او ترکیه باید له دغه پیښې سره دمقابلې لپاره هر مکمن اقدام وکړی او دعراق حکومت هم باید په دغه پیښه کښې په جدی ډول فیصله او اقدام وکړی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دعراق دکردستان له ټولپوښتنې سره په مقابلې کښې د ترکیې او د ایران لخوا ملګرتیا ، همفکرۍ او جدی سیاسی او اقتصادی او یوشان فیصلې ډیرې مهمې وبللې او جوته یې کړه دغه ټولپوښتنې ته د امریکا او د اروپایی حکومتونو کتنه دایران او دترکیې له کتنې سره کاملا متفاوته ده .
هغه وویل امریکا ګروهنه لری چې تل دایران او د ترکیې پرضد یو(۱) کړونکی عامل په اختیار کښې ولری پردې اساس په امریکا ، اروپایانو او د هغوې په دریځونه باید هیڅکله اعتماد ونکړو.
دمشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له ختیځې اسیا او میانمار رانیولی د افریقا ترشمال پورې په اسلامی نړۍ کښې جدی مشکلاتو ته په اشارې سره وویل که چیرې ترکیه او ایران ددغو مشکلاتو په مقابل کښې موافقې ته ورسیږی نو دغه موافقه به په پریکنده توګه محققه شی او ګټه به یې ترکیې او ایران او دغه راز اسلامی نړۍ ته ورسیږی .
هغه حضرت دغه راز داستانه په غونډې کښې د ایران او د ترکیې په ملګرتیاو او ددغو ملګرتیاو په وجه د سوریې د مسلې دحل کیدا په بهیر د خوښې په څرګندولو سره وفرمائیل البته د داعش او دتکفیری ډلو مسله به په دې بڼه ختمه نشی او ددغه مسلې حل یوه (۱)حقیقی او اوږد مهاله پروګرام ته ضرورت لری .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه کتنې کښې په سیمه کښې د ایران او دترکیې ترمینځ د قدرتمن اتحاد د رامینځته کولو په ضرورت ټینګار سره وویل د کره سندونو او شواهدو پراساس امریکا او اسرائیل دعراق د کردستان مسلې په اړه یوه(۱) کلی توافق ته رسیدلی دی او مسعود بارزانی د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره د نه بخښلو وړ غلطۍ وکړه .
دترکیې ولسمشر په دې خبرې سره چې امریکا ، فرانسه او اسرائیل غواړی د مینځنی ختیځ هیوادونه وویشل شی او له دغو شرایطو د ځان لپاره ګټه پورته کړی وویل هغوې د سوریې لپاره هم یو(۱) پلان لری او په دې اړه د ایران او دترکیې اتحاد او واحده فیصله ډیره مهمه ده .