که جامع ایټـمی موافقه وشلوي نوایران به ئې ټوټه ټوټه کړي
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار کړی ، اروپایان باید دهغو بندیزونو چې تمه ې کیږی له کانګرس راووځی ، دجامعې ایټمی موافقې دخلاف ورزۍ پشمول دامریکا د اقداماتو په مقابل کې ودریږی او په سیمې کې دایران د شتون او دایران ددفاعی قدرت په څیر په موضوعګانو کې دې له امریکایانو سره له همغږه کیدا دې ډډه وکړی ،ځکه ایران هیڅکله هم دامریکا له سرزوریو سره د اروپایانو غږ یو کول نه منی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سیدعلی خامنه ای نن دسلګونو غوره ځوانو علمی شخصیتونو په ټول کې ټینګار کړی ، ترڅو مقابل لوری جامعه ایټمی موافقه ونه شلوی ، نو ایران ئې هم نه شلوی ،خو که مقابل لوری ئې وشلوی ، نو اسلامی ایران به ئې ټوټه ټوټه کړی ،
داسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائیل ، اروپایان په دې درک سره چې جامعه ایټمی موافقه دهغوی او امریکایانو په ګټه ده ، ، دجامعې ایټمی موافقې په باب ئې دامریکا دولسمشر له څرګندونو سره مخالفت وکړ، چې دا دریځ ئې ښه دی ،خو کافی نه دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار کړی ، اروپایان باید دهغو بندیزونو چې تمه ې کیږی له کانګرس راووځی ، دجامعې ایټمی موافقې دخلاف ورزۍ پشمول دامریکا د اقداماتو په مقابل کې ودریږی او په سیمې کې دایران د شتون او دایران ددفاعی قدرت په څیر په موضوعګانو کې دې له امریکایانو سره له همغږه کیدا دې ډډه وکړی ،ځکه ایران هیڅکله هم دامریکا له سرزوریو سره د اروپایانو غږ یو کول نه منی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دامریکا نظام د نړیوال صهونزم دلابۍ خدمت کونکی وباله او د دغه هیواد دچارواکو په لاس ئې د داعش ډلې په راپنځیدو مشتمل په انتخاباتی کمپاین کې دامریکا د اوسنی ولسمشر ټرمپ دڅرګندونو په یادونې سره زیاته کړې ، طبیعی خبره ده چې دامریکا سرغنې اومشران اوس د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په ضد چې په سیمې کې د امریکا اوداعشی تکفیریانو دخطرناکو موخو خنډ شوی ، چغه پورته کړی او ویناوې وکړی .
دوی همداراز دملتونو په ذهن کې دیران بیلګه کیدا دسلطه ګرو دلازیاتې غوسې ، نهیلیتوب لامل وبلله او وې فرمائیل ، ایران ملت په وروستیو څلویښتو کلونو کې پر نړیوالو ثابته کړې ده ، چې له زبرځواکونو نه ویریږی ، دهغوی په مقابل کې دریدلی او ددباؤنو او بندیزونو سره سره ، ورځ تربلې پرمختګ او وده کولی شی
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دجامعې ایټمی موافقې په باب په ورستیو پیښو کې ولس ،مسئولانو ،سیاسی فعالانو او مطبوعاتی ټولنو ته اوه مهمې سپارښتنې وکړې چې په هغو کې دایران له انقلابی ملته دامریکا ماته ، دامریکا دمکر اودوکې او چلول په مقابل کې له لټۍ ډډه کول ، دایران دقدرت دعناصرو پیاوړتیا، ددښمن القااءتو ته بې پروائی ، ددفاعی قدرت زیاتیدا ، داروپایانو دچلند دموضوع ارزول او د مقاومتی اقتصاد او دهغو داصولو جدی ګڼل پکې شامل دی .