د تهران او بغداد اړیکې کلکې او پایدارې دي
حسین امیر عبداللهیان وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت او عراق اړیکې کلکې او پایداره دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان نن په خپل ټویټر اکاونټ کښې ریاض ته د عراق د وزیراعظم وروستي سفر ته په اشارې سره ټینګار وکړ: که د عربستان ورانونکی او نارغنده کړچار بند شي نو دا به یو مثبت کار وي.
د ویلو ده چې د عراق وزیراعظم حیدر العبادي وړمه شپه د سیمې څلورو هیوادونو ته د سفر په وړومبي پړاو کښې عربستان ته لاړ او پرون یې د دغه هیواد په پلازمینه ریاض کښې د عراق او عربستان ترمینځ د غږملتیا شورا د جوړولو موافقه په رسمي توګه لاسلیک کړه.
دا موافقه په داسې حال کښې لاسلیک شوه چې عربستان تل د عراق په چارو کښې لاسوهنه کړې او د دې سیاست دوام سبب شوه چې بلآخره په بغداد کښې سعودي سفیر ثامر السبهان له عراقه وویستل شي. په عراق کښې د عربستان دغه پخواني سفیر به تل د عراقیانو د وحدت او یووالي خلاف دریځ غوره کوه.