د عراق وزیراعظم تهران ته راورسید
د عراق وزیراعظم حیدر العبادي تیر ماښام د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته راورسید.
د حیدر العبادي د هرکلي رسمي مراسم نن سهار د ایران د ولسمشر د وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري په شتون سره د سعد آباد ماڼۍ په تاریخي کلتوري ټولګه کښې ترسره کیږي او دواړه لوري به د ایران او عراق د اړیکو د پراختیا او همداشان د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړي.
په دې یو ورځني سفر کښې ټاکل شوې چې حیدر العبادي د ایران له نورو چارواکو سره هم د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګري ملګرتیاو د پیاوړتیا او همداشان په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ختمیدو په وروسته پړاو کښې د سیمې د راتلونکي په هکله د عراق د کړنلارې او د دغه هیواد د حاکمیت او یووالي د ساتنې په هکله خبرې اترې وکړي.
دا په تیر یو کال کښې تهران ته د عراق د وزیراعظم دویم سفر دی.