ترهګر او د هغوي ملاتړي د عراق او سوریې ټوټې کول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58603-ترهګر_او_د_هغوي_ملاتړي_د_عراق_او_سوریې_ټوټې_کول_غواړي
ترهګر او د هغوي ملاتړي د عراق او سوریې د ټوټې کولو د زمینې برابرولو په لټه کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2017 01:59 Asia/Kabul
  • ترهګر او د هغوي ملاتړي د عراق او سوریې ټوټې کول غواړي

ترهګر او د هغوي ملاتړي د عراق او سوریې د ټوټې کولو د زمینې برابرولو په لټه کښې دي.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ترهګرو په عراق او سوریې کښې سخته ماتې وخوړه او د هغوي ملاتړي نهیلې شوي دي، څرګنده کړه: اوس ترهګر او د هغوي ملاتړي د عراق او سوریې د ټوټې کولو د زمینې برابرولو په لټه کښې دي.

د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د سوریې د مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد په کتنه کښې د سیمې د ویشلو خطر جدي وباله او ویې ویل: امریکا او صهیونیسټي رژیم هڅه کوي چې دې موخې ته د رسیدو لپاره په عراق او سوریه کښې د کردانو له اړمه ګټه پورته کړي.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي ایران د پارلیمان د مشر ځانګړي مرستیال زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت به له ترهګرۍ سره په مبارزې او د عراق او سوریې د ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په لاره کښې د دغو هیوادونو له خلکو او حکومتونو خپل ملاتړونه په قدرت سره جاري وساتي.

په دغه کتنه کښې د سوریې مرستیال خارجه وزیر فیصل المقداد هم له ترهګرو ډلو سره په جګړه کښې د سوریې له ولس او حکومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه او ویې ویل: امریکا او صهیونیسټي رژيم د سوریې وراني او د دغه هیواد د خلکو د بې کوره کیدو مسئول دي.

هغه همداشان د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په موضوع کښې د امریکې او لویدیځو رسنیو دروغ ویلو ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: امریکا په دې تور سره هڅه کوي چې د سوریې په کورنیو چارو کښې د مداخلې فرصت همیشنی او دائمي کړي.