عراق یو پياوړی هیواد دی، لاریجاني، ایران مې دویم هیواد دی، العبادي
Oct 27, 2017 04:14 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ترهګرو په وړاندې د عراقیانو مقاومت نړۍ ته وښودله چې عراق قدرتمن دی او هیڅ څوک پرې تیری نه شي کول.
علي لاریجاني پرون مازیګر په تهران کښې د عراق د وزیراعظم حیدر العبادي په کتنه کښې څرګنده کړه: که څه هم د ترهګرو شتون د عراق لپاره ډیر تاوان درلود خو سبب شو چې د دې ستونزې له دننې څخه یو پياوړی عراق راووځي.
هغه د عراق له ولس او حکومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په دوام باندې په ټینګار سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه وکړه.
په یاد ملاقات کښې د عراق وزیراعظم هم د ایران اسلامي جمهوریت خپل دویم هیواد وباله او له عراقي ولس او حکومته د ایران د هراړخیزو ملاتړونو قدرونه یې وکړه.
ټیګونه