دامریکاله ګستاخۍسره دمقابلې یوازنۍلاره کلک مقاومت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i58833-دامریکاله_ګستاخۍسره_دمقابلې_یوازنۍلاره_کلک_مقاومت_دی
بې شکه دایران غوره ځوانان به له سختیو اوخنډونو په تیریدو سره ښه او خوښ ټکی ته ورسیږی ، البته دغه ځلانده موخه ، دایران دملت داصلی اوخبیث دښمن یعنی دامریکا پیژندګلوۍ ته اړتیا لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 11:07 Asia/Kabul
  • دامریکاله ګستاخۍسره دمقابلې یوازنۍلاره کلک مقاومت دی

بې شکه دایران غوره ځوانان به له سختیو اوخنډونو په تیریدو سره ښه او خوښ ټکی ته ورسیږی ، البته دغه ځلانده موخه ، دایران دملت داصلی اوخبیث دښمن یعنی دامریکا پیژندګلوۍ ته اړتیا لری.

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  نن   دزرګونو محصیلینو او زده کونکو په ټول کې ځوان نسل  د ټولنې  مخکښ  وبالۀ او ټینګار ئې وکړ  دغه نسل ښه فهم او وړتیاوې لری ، بې شکه  دایران   غوره ځوانان  به  له سختیو اوخنډونو  په تیریدو سره  ښه او خوښ ټکی ته ورسیږی ، البته  دغه ځلانده موخه ،   دایران دملت   داصلی  اوخبیث دښمن  یعنی  دامریکا پیژندګلوۍ ته  اړتیا لری.

 حضرت آیت ا.... العظمی سید علی  خامنه ای  وفرمائیل ، امریکا  دکلمې په حقیقی معنا سره ،  اصلی  او خبیث دښمنه ده  او  دا حقیقت  د تعصب او بدبینۍ له  نظره  نه  دی ،بلکې  دتجروبې ، دمسئلو له سم فهم  او  د ډګر  دواقعیتونون دلیدو له ماله  دی .

 دوی  همداراز   دایران  دملت  دترهه ګر بللو په باب د امریکا دولسمشر  ورستیو څرګندونو ته  په اشارې سره  وفرمائیل ؛  دا کم  عقلې او لیوانۍ  خبرې  ښئ  امریکایان  نه یوازې  دایران د  حکومت او رهبرۍ  دښمن دی ، بلکې   د  هغه ملت  د وجود  له اصل سره چې  دهغوی په مقابل کې  کلک دریدلی ، دښمنی اوکینه لری .

  داسلامی انقلاب معظم لارښود  دیوه امریکائی  مسئول  څوکلنو مخکې څرګندونو په یادولو سره  چې وئیلی ئې وو ،باید  دایران دملت ریښه وباسل شی ،  زیاته کړې ،  دوی  د دغه حقیقت   د درک کولو توان نه لری ، چې  د دغه شان غوره  تاریخی اوکلتوری مخینه لرونکی ملت  جرړې نشی وچیدلی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  همداراز  دایران له ملت سره  دامریکا ژوره دښمنی ، دامریکایانو   دتیروتنو دتکراریدو او د هغوی دمحاسباتی  سترګو د ړندیدو لامل   بللی  او  فرمائیلی ئې دی ؛  امریکایان   هماغه شان بې نتیجې  دسیسو ته دوام ورکوی ،ځکه چې  کینې اودښمنۍ  ، دوی  له سمې ارزونې او  دواقعیَتونو  له درک کولو اولیدلو  محرومه کړی دی .

   داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز  دامریکا د حکومت  دوامدارو د ښمنیو  ته اشاره وکړه او وې فرمائیل؛ امریکایان  اوس هم  دایټمی خبرواترو یعنی د جامعې ایټمی موافقې  دنتیجې  دخرابولو لپاره ډیر زیات خیانت کوی . دوی   دغه راز  د اصلی دښمن  یعنی دامریکا  د نه هیرولو لپاره محصیلینو اوزده کونکو ته  په بیا بیا سپارښتنو سره ،  دغه ا صلی شرط ، دایران د راتلونکی  عاقبت دښې  او غوره لارې  دوام وبالۀ .