د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لیږلی پلاوی هم کرمانشاه ته رسیدلی
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر لخوا یو ځانګړی پلاوی د کرمانشاه زلزله ځپلو سیمو ته تللی دی.
حجت الاسلام والمسلمین عبدالحسین معزي نن د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د دفتر لخوا د یو پلاوي په مشرۍ د زلزله ځپلو سیمو د کتنې او زلزله ځپلو ته د مرسته رسونې د بهیر د څیړنې په موخه د ایران د لویدیځ کرمانشاه ولایت ته لاړ.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د سرې میاشتې په ټولنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي حجت الاسلام والمسلمین عبدالحسین معزي او ورسره پلاوي په کرمانشاه کښې د زلزلې له ځپل شویو خلکو سره وکتل او د موجودو حالاتو او ستونزو جاج یې واخیسته.
په دغه سفر کښې د رهبرۍ په خبره ګانو شورا کښې د کرمانشاه ولایت د خلکو استازی حجت الاسلام والمسلمین محمود محمدي عراقي او د ایران د سرې میاشتې ټولنې ځیني مسئولان هم د حجت الاسلام والمسلمین معزي سره ملګري دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون د ایران ولس ته د تسلیت په پیغام کښې د هیواد ټولې سیاسي او پوځي ادارې په خپل ټول توان او امکاناتو او چټکۍ سره له زلزله ځپلو سره مرستې ته بللې دي.