ایران او هندوستان د خپل منځیو اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60357-ایران_او_هندوستان_د_خپل_منځیو_اړیکو_پراختیا_غواړي
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې نن په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 18:37 Asia/Kabul
  • ایران او هندوستان د خپل منځیو اړیکو پراختیا غواړي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې نن په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې سشما سوارج په دغه کتنه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هندوستان د اړیکو په اهمیت او د هغو د ژورتیا او پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د ایران او هند مخ په پراختیا او ښو اړیکو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د چابهار د شهید بهشتي بندر افتتاح د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاو د پیاوړتیا نه علاوه په سیمه ایزه پراختیا او د عمان سمندر او هند سمندر له لارې د نړۍ له نورو هیوادونو سره د مرکزي آسیا د هیوادونو په ارتباطي لارو کښې د دې بندر د اهمیت ښودونکی دی.

ټاکل شوې چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني سبا د نړۍ د ۲۷ هیوادونو د چارواکو په ګډون سره په چابهار کښې د شهید بهشتي نومي بندر د وړومبي فاز پرانسته وکړي.

ولسمشر حسن روحاني نن د سیستان او بلوچستان ولایت زابل او مرکز زاهدان ته تللی او سبا به د همدغه ولایت چابهار ښار ته ځي.