بروجردي: قدس شریف د فلسطین ژوندی زړه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60949-بروجردي_قدس_شریف_د_فلسطین_ژوندی_زړه_دی
د عربي هیوادونو کمزوري د غاصب صهیونیسټ رژيم د زیاته غوښتنې سبب شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2017 02:26 Asia/Kabul
  • بروجردي: قدس شریف د فلسطین ژوندی زړه دی

د عربي هیوادونو کمزوري د غاصب صهیونیسټ رژيم د زیاته غوښتنې سبب شوې ده.

د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر قدس شریف د فلسطین درزیدونکی زړه وباله او ویې ویل: د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د معرفي کولو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر اقدام د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو خلاف دی.

علاء الدین بروجردي پرون په تهران کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځڼګ (حماس) د استازي په کتنه کښې د اسلامي نړۍ د ترټولو مهمې موضوع په توګه د فلسطین په اهمیت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست تل د فلسطین د خلکو ملاتړ او د ټولو نیواکي ځمکو آزادول دي.

هغه همداشان د قدس له نیواکګر رژیم سره د سعودي عربستان د اړیکو د ښه کولو په سیاست باندې په نیوکې سره څرګنده کړه: له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو ماته خوړلی سیاست به د سعودي عربستان لپاره یوه جبه وي.

بروجردي ټینګار وکړ چې ایران د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د پوره کیدو په لړ کښې د مقاومت د چورلیز، فلسطیني ډلو او د اسلامي هیوادونو د پارلیمانونو د سفارتي تحرکاتو ملاتړ کوي.

په دغه کتنه کښې په تهران کښې د حماس استازي خالد قدومي هم د امریکې سیاست د فلسطین له خلکو سره مقابله وبلله او زیاته یې کړه: د ټرمپ وروستی اقدام د فلسطین د خلکو او نړیوال امنیت لپاره ډیر خطرناک حالات رامینځته کوي.

هغه همداشان د قدس له نیواکګر رژيم سره د اړیکو په پراخولو کښې پر ځینو عربو هیوادونو باندې په نیوکې سره وویل: د عربي هیوادونو کمزوري د غاصب صهیونیسټ رژيم د زیاته غوښتنې سبب شوې ده.