د ایران د لیندۍ د ۲۶ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61393-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۶_نیټې_مطبوعات
په فلسطین کی په تازه مظاهرو کی نور ۴ کسان شهیدان او ۹۰۰ هم ژوبل شول چی په دې سره د انتفاضې د ژوبلو شمیر له ۳۰۰۰ واوخته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 09:03 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۶ نیټې مطبوعات

په فلسطین کی په تازه مظاهرو کی نور ۴ کسان شهیدان او ۹۰۰ هم ژوبل شول چی په دې سره د انتفاضې د ژوبلو شمیر له ۳۰۰۰ واوخته

 

جمهوری اسلامی ورځپآنه

 

د اسلامی ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف  د میرمن نیکی هیلی د تورونو په ځواب کی وویل امریکا په یمن کې په خپلو جنګی جنایتونو د برغولی کیښودلو نیت لری .

 د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار ویلی دی چی اجازه ورنکړو چی یو لیوانې ایټمی موافقه  خرابه کړی .

 روسیې په سوریه کې د سولې د تحقق لپاره پینځه شرطونه اعلان کړل .

د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د قدس په اړه د ټرمپ د فیصلې پرضد  اعتراضونه دوام لری .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کال ترټولوستر دروغجن معرفی کړ . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دغه راپور کښې ویلی دی دامریکا په وروستی سیاسی تاریخ کښې داسې ولسمشر چې تر دې اندازه یې مبالغه کړی وی نه دی لیدل شوی او ډونالډ ټرمپ نه یوازې په دائمی ډول دروغ وایی بلکې هغه حتی هغه وخت چې ثابیتږی په غلطه ده بیا هم دروغ تکراروی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ته له پام کولوپرته چې د خپلې ادعا لپاره هیڅ ثبوت نلری ټینګار کوی دې په حقه دی او په عین حال کښې دهغه څرګندونې او سیاسی چلند له بې ثباتۍ او نا څاپه او بیا بیا بدلیدا سره یو ځاې دی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په دوه سوه اته نوی(۲۹۸) ورځو کښې دهغه له غلطیو ډکې خبرې او یا دروغ ویل یوزر او شپږ سوه اتویشت(۱۶۲۸) موردونه وو .

 

کیهان ورځپانه

 

د یمن انصار ا... په بالستیک توغندی په جیزان کې د عربستان د قوماندانۍ په مرکز حمله وکړه .

په فلسطین کی په تازه مظاهرو کی نور ۴ کسان شهیدان او ۹۰۰ هم ژوبل شول  چی په دې سره د انتفاضې د ژوبلو شمیر له ۳۰۰۰ واوخته .

د ایران د قضائی قوې د بشری حقوقو د کمېټۍ سېکتر وویل د اسلامی انقلاب د شروع کېدو له وخته په ایران باندې د بشری حقوقو تیری شوی دی خو سعودی، بحرېن، کویت، امارات او صهیونېسټان سره له دې چې د بشری حقوقو خلاف ورزی کونکی دی هیڅکله تر پوښتنې لاندې نه راځی. محمد جواد لاریجانی پرون د ایران په کیفری قوانینو کښې د بشری حقوقو د اصولو د انعکاس په سمینار کښې وویل: لویدیځوال د کلتوری، سیاسی، امنیتی او فوځی یرغل په چوکاټ کښې د ایران په خلاف د بشری حقوقو بحث مطرح کوی.

 جواد لاریجانی له اروپائی پلاو سره د ایران د بشری حقوقو د کمېټۍ غونډو ته په اشارې سره وویل: په دغو غونډو کښې مختلف پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت له حقوقی قوانینو سره د بلدتیا غوښتونکی دی او ډېر زر به د هغوی لپاره کلاسونه جوړ کړې شی.

 

د امنیت شورا د قدس په باره کښې د ټرمپ د فېصلې د لغو کولو څېړنه کوی .

 

اطلاعات ورځپآڼه

 

فرانسه وایی چی د ایران د توغندویو په اړه د امریکا ادعا نه تاییدوو .

 

د بې وزلۍ زیاتیدا د امریکا د خلکو په کابوس یا خپسکی  بدله شوی ده .

 

دایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل امریکا د نفاق او دبې حیاۍ لپاره هیڅ حد او سرحد نه پیژنی . هغه په دې خبرې سره چې امریکا دیمن په باره کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو تبلیغات تکراروی وویل په جنګ کښې د کارول شویو وسلو په اړه د «تحقیق » ډلې راپور تائید کړی ده چې د امریکا او دسعودی عربستان وسلې دداعش ډلې لاسونه ته ورغلی دی .

د وسلو د اطلاعاتو په زمینه کښې د «جنګی وسلو د ډلې »دتحقیقاتو نتیجې هم وښودله چې سعودی عربستان او امریکا په عراق او سوریې کښې ترهګرو ته د وسلو په ورکولو کښې ستر رول لرلی دی .

سعودی عربستان اوامریکا او ځینې نور عرب هیوادونه د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ملاتړی هیوادونه دی .

 

له پارس جنوبی د فرانسویانو د وتلو په بڼه کی چین د ټوټال ځای ناستې کیږی .

د پاکستان په اوبو کی لسګونو هندی کب نیونکی ونیول شول .

 

د برتانیې خبرې وېب پاڼې میډل ایسټ آی  لیکلی، چې سعودی او مصر هڅه وکړه چې په ترکیه کې د بیت المقدس په ملاتړ را بلل شوې غونډه ناکامه کړی.

دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک صهیونیسټ رژیم په سیمه او نړۍ کښې د بې ثباتۍ اصلی عامل وباله

 

 .