ایران به دسوریې دخلکو او دحکومت ملاتړی وی
-
په داسې حال کښې چې صهیونیسټانو داسلامی هیوادونو په ویشلو تمرکز کړی دی د دغه غاصب رژیم د څنګ ته کولو لپاره د اسلامي هیوادونو وحدت اړین دی .
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران دپارلمان دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې سوریه له داعش وروسته پړاو تیروی وویل ایران له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوریې ملاتړی دی او دسیمې له امنیت او ثبات سره د مرستې په لاره کښې به دسوریې په څنګ کښې پاتې شی .
هغه په تهران کښې د سوریې له سفیر عدنان حسن محمودسره په کتنې کښې له دمشق څخه د ایران د ملاتړ په دوام ټینګار سره وویل دسوریې ولسمشر بشار اسد، ،خلک او پوځ له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې بریالی دی او مهم رول یې لوبولی دی .
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان دغه راز په سوریې کښې د ترهګرۍ پرضد مبارزې کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ او د ایران اغیز شیندونکی ملګرتیاوې مهمه تجربه وبلله او ویې ویل د صهیونیسټانو او دترهګرو په مقابل کښې د سوریې سیاسی او دجنګ په میدانونو کښې بریالیتوبونه د دمشق د حکومت او د خلکو د لوړ همت نښه ده .
په تهران کښې د سوریې سفیر عدنان حسن محمود هم د فلسطین او دسوریې له خلکو دایران د ملاتړ او ملاتړونو مهم رول ته په اشارې سره وویل له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له سوریې سره د ایران دحکومت او دخلکو مرسته هیڅکله نه هیرول کیږی .
هغه وویل په داسې حال کښې چې صهیونیسټانو داسلامی هیوادونو په ویشلو تمرکز کړی دی د دغه غاصب رژیم د څنګ ته کولو لپاره د اسلامی هیوادونو وحدت اړین دی .